پاكستان كښې نن سبا بنارسي ټھګان د اړي ګړي خپرولو هڅې كوي۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز پېښور كښې مېټ دي پرېس ته خطاب

image

پېښور ۔ 19 اکتوبر (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي چې پاكستان كښې نن سبا بنارسي ټھګان د اړي ګړي خپرولو هڅې كوي ولې اولس دا ډله د كال 2018ﺀ په ټول ټاكنو كښې مسترد كړې ده او دا ځل به ئې هم ناكامه كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير د ګل په ورځ پېښور پرېس كلب كښې ميټ دي پرېس ته خطاب كښې وكړه۔ سېنېټر شبلي فراز ووئيل پاكستان كښې روانه سياسي مبارزه د دوه قوتونو ترمينځه جنګ دے۔ يو قوت هغه دے كوم چې 40 كاله د هېواد اقتدار د ذاتي جاګير په توګه كارولې او په دې مهال ئې د ذاتي ګټو ترلاسه كولو ٬ داخلي او بهرنۍ اثاثې زياتولو او مال جوړولو له قومي ادارې تباهۍ سره مخ كړې۔ بلخوا عمران خان او دده ډله ده كومه چې د امانت او ديانت تقاضو له مخې هېواد د كرپټ ډلې د منفي اغېز نه آزادولو او دا حقيقي پرمختګ او سوكالۍ په لاره روانولو له شپه او ورځ هڅې كوي۔ شبلي فراز ووئيل د دوئي دا حال دې چې خپل هوم ګراؤنډ ئې هم ډك نه كړے شو بلكې په مولانا فضل الرحمن ئې خالي كرسيانو ته خطاب وكړو۔ هغه ووئيل مولانا په كلونو د كشمير كمېټۍ غړے پاتے شوے او په دې مهال ده د كشمير مسئلې له هېڅ نه دي كړې ولې عمران خان په نړيواله كچه د كشمير مسئله پورته كړې ده او اوس نړۍ د كشمير مسئلې په اړه د پاكستان دريځ تسليم كړے دے۔ سېنېټر شبلي فراز ووئيل چې د پخوانو حكومتونو د پالېسيو د لاسه حالات تر دے رارسېدلې وو چې كله عمران خان او د ده ډلې حكومت ترلاسه كړو نو پاكستان دېواليه كېدو ته نزدے وو ولې عمران خان دا دېواليه كېدو نه بچ كړو او د هېواد معيشت ئې په سم لوري روان كړو۔ وفاقي وزير ووئيل نن د پاكستان معيشت د پخوا په مقابله كښې ښه دے۔ هغه ووئيل مونږ دا منو چې ګراني زياته شوې ده ولې د دې سبب دا دے چې د كورونا وبا د لاسه د اروپا او امريكا په شمول د ټولې نړۍ معيشت زيات ځپلې شوے دے۔ د دې د لاسه په سپلائي چېن هم منفي اغېز پرېوتې چې له امله ئې پاكستان كښې ګراني رامخې ته شوه۔ ددې مسئلې حل كولو له ګامونه پورته كولې شي چې اثرات به ئې راتلونكو ورځو كښې رامخې ته شي او ګراني به كمه شي۔ د خبريالانو د پوښتنو په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل د پاكستان ادارې او په خاص توګه هغه دفاعي ادارې كومو چې هېواد څخه د ترهګرۍ ختمولو او امن په ځائې كولو كښې ښكاره كاميابۍ ترلاسه كړې دي كمزورې كول د هېواد دښمنانو خوب پاتے شوے دے او په دې لړ كښې هغوي سازشونه كوي۔ هغه ووئيل د اپوزېشن په جلسو كښې د دغه ادارو په نښه كولو هڅه د دغه سازشونو برخه ده۔ هغه ووئيل كه زمونږ ددفاع متنازعه جوړولو او د پوځ تقسيمولو هڅه كولې شي نو بيا د غدارۍ ثبوت لپاره څه پاتې كېږي۔ هغه ووئيل دا هڅې به كله هم كاميابې نه شي۔ وفاقی وزیر ووئيل د قائد اعظم په مزار نعرې او هله ګوله د غندنې وړ ده او دا ډول فعل زغملے نه شي۔ او كه داسې كار كوؤنكے نيولے شوے دے نو دا يو سم ګام دے۔ هغه ووئيل حكومت د هېواد خبريالانو ته پېښو مسئلو نه خبر دے او د دوئي مسئلو حل كولو له د خبريالانو نمائنده تنظيمونو سره مشاورت له اقدامات كولې شي۔ په دې موقعه وفاقي وزير د اپوزيشن په اولسي غونډه كښې د نجي ټي وي چېنل نمائنده سره د بدسلوكۍ غندنه هم وكړه

مضمون کا ماخذ : کوئی شہزادی۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں