حکومت تر هر كس يونيورسل هيلتھ کوريج رسول باوري كولول پاره موثره اقدامات كوي۔ ډاکټر فېصل سلطان

image

اسلام آباد 22 اکتوبر (اے پي پي) د قامي صحت لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاکټر فېصل سلطان ووئيل حکومت تر هر كس يونيورسل هيلتھ کوريج رسول باوري كولول پاره موثره اقدامات كوي۔ پاکستان هېلتھ سروسز كښې اهم پېكجز وركول باوري كوٶنكو لومړو هېوادونو كښې شامل دې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د بين الوزارتي هېلتھ و پاپوليشن کونسل غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې۔ په دې موقع د صحت صوبائي وزيره ډاکټر ياسمين راشد د وېډيو لنك د لارې په غونډه كښې ګدون وكړو۔ د سندھ د صحت وزير ډاکټر عزرا پيچو ٬ د خېبرپښتونخوا د هېلته وزير ډاکټر تېمور ظفر جګھړا، د صحت نړيوالې ادارې يونيورسل هېلت پيکج بينيفټس ايډوائزر ډاکټر ظفر مرزا، د هېلت ټولو صوبائي ډائرېكټر جنرل هم په غونډه كښې ګډون وكړو۔ غونډې ته خپلې وېنا كښې ډاکټر فېصل سلطان ووئيل حکومت تر هر كس يونيورسل هيلتھ کوريج رسول باوري كولول پاره موثره اقدامات كوي ۔ ده ووئيل د صحت وفاقي وزارت صحت لخوا صوبائي وزارتونو او د څانګو په اشتراك سره يونيورسل هېلته بېنفېټ پېكج د وړاندې كولو پرېكړه شوې ده٬ پاكستان لومړۍ هېواد دې كوم چې د يونيورسل هيلتھ بينيفټ پيکج وركولو پلو روان دې٬ د پېكج وركړې سره به په پاكستان كښې په سباٶن كښې د صحت په څانګه كښې په رامخې كېدونكو چېلنجو قابو موندلو كښې آسانۍ ترلاسه شي۔ ده ووئيل د صحت نړيوالې ادارې او بِل اينډ ملينډا ګيټس فاؤنډيشن په شريكه مرسته پاكستان ته د ټېكنيكل سپورټ وركولو عمل هم جاري دې۔

مضمون کا ماخذ : جیک اور بین اسٹالک
متعلقہ مضامین
مزید خبریں