دفاعي پیداوار وزارت له اړخه بلوچستان كښې د اوسنو بارانونو او سېلاب له امله د ځپليو مرستې او بحالۍ لپاره سامان بلوچستان ته رسېدلې

image

اسلام آباد 08 مارچ (اے پی پی) دفاعي پیداوار وزارت له اړخه بلوچستان كښې د اوسنو بارانونو او سېلاب له امله د ځپليو مرستې او بحالۍ لپاره سامان بلوچستان ته رسېدلې دے ٬ د مرستې پھ دې سامان كښې خوراك او نور څيزونه شامل دي۔د دفاعي پیداوار وفاقي وزير او محترمه زبيده جلال ووئيل وفاقي حكومت د بلوچستان سېلاب له امله ځپليو سيمو بحالۍ لپاره هر ډول كار كوي۔دې ووئيل د اېن ډي اېم اے سره وسله وال ځواكونه او اېف سي اهلكار د مرستې په كاروائيو كښې برخه اخلي۔د دې نه ځانله وفاقي حكومت د بلوچستان حكومت ته صورتحال مخ نيوي لپاره د هر ډول مرستې باور وركړی۔وفاقي وزير ووئيل د دفاعي پیداوار وزارت په دې لړ كښې هر ډول مرسته كوي او د بلوچستان اولس به پھ دې سخت وخت كښې يوازې نه شي پرېښودلې۔په دې لړ كښې يو كارګو جهاز وړاندې څخه د مرستې سامان بلوچستان ته رسولې او د نور سامان ترسيل روان دے۔ دې ووئېل د مرستې په سامان كښې 100 خيمې٬ 500 كمبلې او زرګونو كلو ګرامه اوړه٬دال٬وريژې٬د خوراك څښاك څيزونه پيۍ او اوبه شامل دي

مضمون کا ماخذ : شمال کے ڈریگن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں