د عافيه صديقي په اړه بې بنسټه تبصرو څخه بايد ډډه وكړې شي۔ د خارجه چارو وفاقي وزير شاه محمود قرېشي

image

ملتان ۔16مارچ(اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي د عافيه صديقي معامله يوه حساسه معامله ده په دې اړه دې په سوشل ميډيا بې بنسټه تبصرو څخه ډډه وكړې شي۔ ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل عافيه صديقي د پاكستان لور ده۔ پاكستان پخوا هم دې لپاره هڅې كړې دي۔ زما ددې كورنۍ سره رابطه ده او زه خوښي لرم او هڅې كوم چې مونږ دا پاكستان ته راولو۔ ولې كله چې هم مونږ خبره مخ په وړاندې بوتلل غوښتلي دي امريكائي قانون خنډ جوړ شوې دې۔ ده ووئيل په دې اړه د ځانه خبرې كول مناسب نه دي۔ ده ووئيل زه عافيه صديقي او د دې كورنۍ سره خواخوږي لرونكو ته خواست كوم كه دوئي په ريښتيا د دې كورنۍ ښه غواړي نو خاموشي دې اختيار كړي۔ بې وخته خبرونه وړاندې كول به ګټور نه وي

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں