د اولس مشر ډاكټر عارف علوي د سېنېټ چيئرمېن سره خبرې اترې

image
APP68-19 ISLAMABAD: March 19 - President Dr. Arif Alvi talking to Chairman Senate Muhammad Sadiq Sanjrani and Senator Dilawar Khan, who called on him. APP

اسلام آباد 19 مارچ(اے پی پی)اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي سېنېټ د آئين د حقيقي خاكې آئينه دار دے٬د سېنېټ غړي د ګوندونو د تعلق نه غېر خذمات ترسره كوي او د اولسي او قامي اهميت په چارو قانون سازي كوې۔ده دا خبره د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني سره خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د نهې پھ ورځ ده سره ايوان صدر كښې ليدلي وو۔د سېنېټ چيئرمېن پھ دې مهال اولس مشر ته كلن راپور هم وړاندې كړو۔اولس مشر د قانون سازۍ په چارو او پارليماني سفارتكارۍ كښې د سېنېټ هڅې وستائېلې۔ده دا خبره رامخې ته كړه چې د پاكستان سېنېټ آسيائي پارليماني اسمبلۍ فورم د امن او پرمختګ ودې لپاره يو موټې كړې۔ده ووئيل آسيائي پارليماني اسمبلۍ غونډه په ګوادر كښې شوې دغسې چې دې خبره قوي شي چې ګوادر به ډېر زر سيمه ايز اقتصادي او تجارتي مركز شي۔د دې نه پس د سېنېټ چيئرمېن اولس مشر ته ووئيل سېنېټ بنيادي بشري حقونو تحفظ له په قانون سازۍ كار روان ساتلې۔ده د سېنېټ قانون سازۍ په حقله كاميابۍ رامخې ته كړې چې پكښې فاټا او پاټا مركزي چوكاټ كښې شاملولو او د مېرمنو٬ماشومانو٬خواجه سراؤ او د كډوالو د حقونو په اړه قانون سازي او د سود نه غېر قرض په اړه قانون سازي هم شامل ده۔ده وئيل د سېنېټ 13 غونډې شوې او په مجموعي توګه 111 ورځې ناسته شوې چې پكښې د حاضرۍ تناسب 64.46 فيصده ؤ دغسې 28 نجي بلونه او 15 حكومتي بلونو نه علاوه 07 آرډيننس هم معرفي كړې شوې۔ د قانون سازۍ په اړه لويه كاميابي ترلاسه شوې۔اولس مشر هيله څرګنده كړه چې د كشمير لپاره كمېټي به په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزو رامخې ته كولو او د ملګرو ملتونو قرارداد له مخې د كشمير شخړې حل لټولو له كردار ترسره كړي

مضمون کا ماخذ : raspadinha acumulada
متعلقہ مضامین
مزید خبریں