پاکستان د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې لوئي كاميابۍ ترلاسه كړې خو جنګ لا ختم نه دے

image

اسلام آباد 18 اپرېل (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي پاکستان د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې لوئي كاميابۍ ترلاسه كړې خو جنګ لا ختم شوې نه دے٬ د هزاره ٬ حيات آباد پېښور او د كوسټل هائي ناوړ پېښې ذمه وار به د عبرت نښان جوړوٶ ۔ د زيارت په ورځ خپل يو ټوئټ كښې ده ووئيل په هزاره بريد ٬ بيا په حيات آباد پېښور كښې د ټي ټي پي او نن په كوسټل هائي وے ناوړه پېښه يو منظم پېټرن ښكاري ۔ ده ووئيل مونږ امن لپاره ډېرې قربانۍ وركړې٬ انشاء الله مونږ به ذمه وار د عبرت مثال جوړوٶ۔ ده ووئيل پاکستان د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې لوئي كاميابۍ ترلاسه كړې خو جنګ لا ختم شوے نه دے

مضمون کا ماخذ : بہت کچھ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں