د دستور (بدلون) بل 2019ء آرټيکل 184 د وړاندې كولو تحريك په كثرت سره رد كړې شو

image

اسلام آباد 23 اپرېل (اے پي پي) د دستور (بدلون) بل 2019ء آرټيکل 184 د وړاندې كولو تحريك د رائيو په كثرت سره رد كړې شوې او د قانون وزيرفروغ نسيم وئيلې دي دا بل په تكنيكي اعتبار سره سم نه دے٬ كه د سپريم كورټ 17 كسيزه لارجر بنچ يوه پرېكړه وكړي نو د دغې په ضد به اپيل چرته كولې شي۔ د نهې په ورځ قامي اسبملۍ كښې د جے يو آئي (ف) غړې عاليه كامران تحريك ړوړاندې كړٶ چې د اسلامي جمهوريه پاكستان په دستور كښې د لا بدلون بل دستور بل 2019 د آرټيكل 184 د وړاندې كولو اجازه دې راكړې شي۔ محركې د بل اغراض او مقاصد بيانولو سره ووئيل آرټيكل 183 له مخې سپريم كورټ د دوو يا د زياتو حكومتونو ترمېنځه د پرېكړو اختيار لري خو په دې كښې د اپيل حق نشته دا قانوني سقم دے٬ يو ځپلي كس ته په 30 ورځو كښې د چيف جسټس آف پاكسان جوړ كړې شوې لارجر بنچ كښې د اپيل حق پكار دے٬ په دې د قانون وزير فروغ نسيم ووئيل حكومت د دې بل په سختۍ سره مخالفت كوي ځكه چې دا بل په تكنيكي اعتبار سره سم نه دے ٬۔ كه د سپريم كورټ 17 كسيزه لارجر بنچ يوه پرېكړه وكړي نو د دې په ضد به اپيل چرته كولې شي ۔ ده ووئيل حكومت د عدليه آزادۍ په وړاندې د دې بل مخالفت كوي٬ دوهم سپيكر د ايوان رائے واخسته ٬ دغسې د تحريك په حق كښې 71 او په مخالفت كښې 80 غړو رائے وركړې او دا تحريك رد كړې شو

مضمون کا ماخذ : میگا جیک پاٹس: کلیوپیٹرا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں