پاكستان پوسټ د تېر مالي كال 18-2017 په مقابله كښې سږ كال په محصولاتو كښې 116 فيصده اضافې سره تر ټولو زياته ګټوره سركاري محكمه جوړه شوه

image

اسلام آباد 07 جولائي (اے پي پي﴾ پاكستان پوسټ د تېر مالي كال 18-2017 په مقابله كښې سږ كال په محصولاتو كښې 116 فيصده اضافې سره تر ټولو زياته ګټوره سركاري محكمه جوړه شوه۔ ډپټي چيف اكاؤنټس آفيسر اوېس احمد اے پي پي سره په خبرو كښې ووئيل چې د وفاقي وزير مراد سعيد په مشرې كښې محكمې سږ كال 14.5 اربه روپې منافع ترلاسه كړې كومه چې په ټولو محكمو كښې تر ټولو زياته د منافع شرح ده۔ شپږ اربه روپې بېلا بېلو محكمو سره متنازعه دي كومې به چې اداره وصول كوي او كه دا معامله د پاكستان پوسټ په حق كښې حل شي نو زيات رقم به ترلاسه شي۔ ده ووئيل چې د ډاك محكمې په بجټ كښې 10 فيصده كمې شوې او سره د محدود وسيلو د پاكستان پوسټ كاركردګي د ستائنې وړ ده۔ ده ووئيل چې د ادارې بهترې لپاره نور اقدامات هم كولې شي۔

مضمون کا ماخذ : پاکستان لاٹری نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں