د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د هوائي ميدانونو ښه انتظام او په خاص توګه مسافرو ته د پېښو ستونزو لرې كولو پھ اړه غونډه

image

اسلام آباد 08 جولائی (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان سپارښتنه كړې چې په هوائي ميدانونو د کرپشن په ضد د زیرو ټالرینس پالیسی خپله كړئ ، په هوائي ميدانونو د بيلو ادارو ترمينځھ مشاورت دې لا زيات كړې شي دغسې چې مسافرو ته څه ډول ستونزې ورمخې ته نه شي۔ ده دا سپارښتنه د هوائي ميدانونو ښه انتظام او په خاص توګه مسافرو ته د پېښو ستونزو لرې كولو پھ اړه د غونډې مشري كولو په مهال وكړه۔ په غونډه كښې د كورنيو چارو وزير بریګیډیئر (ر) اعجاز شاہ، د كورنيو چارو سيكتر میجر (ر) اعظم سلیمان خان، د نارکوټکس کنټرول سيكتر امجد جاوید سلیمی، د هوا بازۍ سيكتر شاہ رخ نصرت، د اینټی نارکوټیکس فورس ډی جی میجر جنرل محمد عارف، د هوائي ميدانونو د امنيتي ځواكونو ډی جی میجر جنرل ظفر الحق، د اېف آئی اے ډی جی بشیر میمن او نور سینئر افسرانو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د هېواد په هوائي ميدانونو ښه انتظامات او پھ خاص توګه مسافرو ته پھ هوائي ميدانونو امنيتي ، امیګریشن او نور ضروری مراحلو په مهال په پېښو مسئلو او د هغې په حل كولو تفصیلی بریفنګ وركړې شو۔ په دې موقع وزیراعظم ووئيل سرمایه کارۍ، سیلګرۍ ودې او بهر هېوادونو كښې پاکستانیانو ته هر ډول اسانۍ وركولو ته حکومت پام لرنه كوي۔ ده ووئيل بهر هېوادونو كښې مېشته پاکستانیان د هېواد قیمتی اثاثه ده ٬ د هغوي مسئلو حل كولو ته پام لرنه وكړئ۔ ده ووئيل په هوائي ميدانونو د بيلو ادارو ترمينځه کوآرډینېشن لا زيات كړئ دغسې چې مسافرو ته څه ډول ستونزې نه ورمخې ته كېږي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی ترکیبیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں