اسلام آباد 04 ستمبر (اے پي پي) داخله وزير اعجاز شاه وئيلي دي وزيراعظم عمران خان كشمير كاز لپاره چې څومره كار كړې دومره هيچا نه دې كړې ٬ نړيوالې ورورولۍ له به د كشمير په مسئله غبرګون وركول وي٬ د لغوه تنظيمونو په ضد پاكستان زيات اقدامات كړي ٬ د ضرورت له مخې به نور هم كوٶ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده عرب نيوز سره خپلې يوې مركه كښې كړې۔ ده ووئيل د اېف اے ټي اېف اقدامات د پاكستان په ګټه دي٬ د اېف اے ټي اېف ځينې اقدامات پاكستان لپاره ګټور دي٬ هند هڅه كوي چې اېف اے ټي اېف كارولو سره پاكستان بلېك سلټ وګرځوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پلي بارګېن د نېب په قوانين كښې شامل دے٬ كه د نواز شريف يا آصف علي زرداري څوك ډيل كوي نو ھغه به نېب سره كوي٬ داخله وزارت په دې ډيل كښې شامل نه دے۔ ده ووئيل مقبوضه جمو و كشمير او لداخ كښې د مسلمانانو آبادي كمه ده ځكه هلته لاك ډاٶن دومره سخت نه دے او په مسلم اكثريتي كشمير كښې د هند بنديزونه او لاك ډاٶن سخت دے۔ ده ووئېل د هند جاسوس کلبھوشن يادو ته د قونصلر رسنې په معامله قدم د انصاف نړيوال عدالت د پرېكړې نه پس پورته كړې شوې٬ د مودي حكومت د 5م اګست اقداماتو له امله دا پرېكړه بدلولې نه شو۔ ده ووئيل مونږ له د يو داسې قام په توګه كار كول دي كوم چې ديانتدار دے٬ كه چرې مونږ د كشمير صورتحال له امله كلبهوشن يادو ته د قونصلر رسنې وركولو پرېكړه بدله كړې وې نو په مونږ او مودي كښې به څه فرق پاتې شوې ؤ