هند په شخړيز كشمير كښې د غېر قانوني كاروائيو نه د نړۍ پام اړولو له جعلي فليګ آپرېشن كولې شي

image
APP76-04 ISLAMABAD: September 04 – H?E. Sheikh Abdullah Bin Zayed Bin Sultan Al Nahyan, UAE Minister of Foreign Affairs and International Cooperation and H.E. Adel Al-Jubeir, Saudi Minister of State for Foreign Affairs called on Prime Minister Imran Khan at PM Office. APP

اسلام آباد 04 ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي هند په شخړيز كشمير كښې د غېر قانوني كاروائيو نه د نړۍ پام اړولو له جعلي فليګ آپرېشن كولې شي٬د هندي اقداماتو څخه د سيمې امن او سلامتيا ته سخت خطر پیښ شوے٬هند د غېر قانوني ګامونو څخه منع كول د نړيوالې ورورولۍ ذمه واري ده۔د سعودي عرب او يو اے اي پھ دې سيمه كښې كردار مهم شته ۔ده دا خبره د سعودي خارجه وزير خالد بن احمد الجبير او د متحده عرب امارات خارجه وزير شېخ عبدالله بن زيد بن سلطان النهيان سره پھ خبرو كښې كړي چا چې د شورو په ورځ د وزيراعظم په دفتر كښې دوي سره په ګډھ ملاقات كولو۔د خبرو اترو په مهال په شخړيز كشمير كښې د هند يو اړخيزه او غېر قانوني اقداماتو نه وروستو په تازه صورتحال هم خبرې وشوې۔وزيراعظم عمران خان په په شخړيز كشمير كښې د يوې مياشتې نه زياتې روانې كرفيو د لاسه د بشري حقونو په سنګين صورتحال د پاكستان د اړخه تشويش ښكاره كړو۔وزيراعظم د كرفيو لرې كولو په تګ راتګ او مواصلات د لګولو بندېزونو ختمولو او د كشميري اولس د بنيادي حقونو د احترام په اهميت زور راوړو۔وزيراعظم ووئيل هندي اقدامات د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو او د نړيوال قوانين بيخي خلاف ورزي ده۔ده د دې خبرې پخلې وكړو چې هند په شخړيز كشمير كښې د غېر قانوني كاروائۍ نه د نړۍ پام اخوا كولو له جعلي فليګ آپرېشن كولې شي۔ده ووئيل د هندي اقداماتو څخه په سيمه كښې امن او سلامتيا ته سخت خطر پیښ دے۔٬د نړيوالې ورورولۍ ذمه واري ده چې هغوي هند د غېر قانوني ګامونو نه منع كړي او د جارخانه پريكړو بېرته اخستو ته يې مجبور كړي۔ د وزيراعظم وېنا وه سعودي او امارات په دې لړ كښې مهم كردار لري٬د سعودي او امارات خارجه وزيرانو ووئيل مونږ د خپل قيادت په سپارښتنه پاكستان ته راغلې يو۔دوي د پاكستان سره د سعودي او امارات د اړيكو تزويراتي اهميت له عزم وكړو۔دوي د سيمه ايز امن او سلامتيا په ځاې ساتلو له د پاكستان د هلو ځلو كردار تسليم كړو۔دوي په شخړيز كشمير كښې په بشري صورتحال اندېښنه ښكاره كړه ٬ په دې مهال دوي په چېلنجونو قابو موندلو ٬ تاؤ تريخوالې كمولو

مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں