کار كوٶنكې مېرمنې دوه ذمه وارۍ پالي٬ مېرمنې په معاشي توګه خپلواكه كولو له به د دوئي د وراثت حق باوري كول وي

image
APP01-25 ISLAMABAD: September 25 - President Dr. Arif Alvi addressing the meeting with Provincial Women Chambers of Commerce & Industries at the Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 25 ستمبر (اے پي پي) اولس مشر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي چې کار كوٶنكې مېرمنې دوه ذمه وارۍ پالي٬ مېرمنې په معاشي توګه خپلواكه كولو له به دوي له د وراثت حق باوري كول وي۔ د هېواد د معيشت پرمختګ لپاره د مېرمنو خوشحالي ډېره مهمه ده٬ په دې لړ كښې به اولس كښې شعور بېدارول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خېبر پښتونخوا ، پنجاب، سندھ او بلوچستان وېمن چيمبرز آف کامرس اينډ انډسټريز پلاوي سره په خبرو كښې وكړې۔ چا چې د قامي اسمبلۍ غړې ساجده ذوالفقار په مشرۍ كښې د شورو په ورځ اولس مشر سره په ايوان صدر كښې ملاقات وكړو۔ اولس مشر ووئيل نننې دور د جديد ټېكنالوجۍ دې د كومې په نتيجه كښې چې كاروبار لپاره كور نه بهر وتلو ته حاجت پاتې نه دے٬ مېرمنې خپل تيار كړې شوي مصنوعاتو ته د ټېكنالوجۍ په سوب آن لائن وده وركولې شي۔ ده ووئيل د پاكستان مجموعي معاشي بهترۍ لپاره په هره څانګه كښې د مېرمنو اختيارمنې جوړولو ته اړتيا ده ځكه چې د هېواد د آبادۍ لويه برخه په مېرمنو مشتمل ده۔ د مېرمنو د كار كولو په لاره كښې رامخې ته د سماجي خنډلو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب اولس مشر ووئيل په دې لړ كښې په اولس كښې شعور بېدارولو ته اړتيا ده٬ بايد اختيار لرونكې مېرمنې د ټولنې د محروم مېرمنو ملګرتيا وكړي۔ اولس مشر په دې لړ كښې د پلاوي غړو ته د وېمن پارلماني كاكس د لارې د پارلمان ښځينه غړو سره د شاملولو مشوره وكړه۔ اولس مشر د وظيفائي تربيې كورس لپاره د پلاوي د تجويز حمايت كولو سره ووئيل بايد دا ډول آن لائن د تربيې كورسونه معرفي كړې شي دغسې چې د مېرمنو دې ته رسنه زياته كړې شي۔ اولس مشر پلاوي ته باور وركړو حكومت هېواد كښې كاروبار كښې آسانۍ او كاروباري هلو ځلو كښې د سهولت

مضمون کا ماخذ : prêmios raspadinha
متعلقہ مضامین
مزید خبریں