د حکومت وړومبنې مقصد د اولس خدمت او د ژوند معيار ښه كول دي، مونږ د هېواد د تاريخ لوے فلاحي پروګرام “احساس” پېل كړے ۔ د وزيراعظم عمران خان

image
APP38-04 ISLAMABAD: October 24 - Members National Assembly from Gujrawala Division Haji Imtiaz Ahmed Chaudhry, Ch Shaukat Ali Bhatti and Syed Faiz ul Hassan call on Prime Minister Imran Khan at PM House. APP

اسلام آباد 04 اکتوبر (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د حکومت وړومبنې مقصد د اولس خدمت او د ژوند معيار ښه كول دي، مونږ د هېواد د تاريخ لوے فلاحي پروګرام “احساس” پېل كړې دې۔ د وزیراعظم میډیا سېل لخوا د جاري شوي بيان له مخې دا خبرې وزيراعظم د ګوجرانواله ډويژن د قامي اسمبلۍ غړو امتیاز چوهدري، چوهدري شوکت علي او سیّد فېض الحسن سره كړې چا چې د جمعې په ورځ وزيراعظم سره ملاقات كولو۔ په دې موقع د وزیراعظم خاص مرستيال نعیم الحق هم موجود ٶ۔ پارلماني غړو وزیراعظم د خپلېو سيمو د معاملو نه خبر كړو۔ وزیراعظم ووئيل صحت كارډ به د اولس د صحت آسانيو له مهم كردار لوبوي۔ وزیراعظم په دې موقع پارلماني غړو ته د اولس د مسئلو حل لپاره د فعاله كردار لوبولو هم امر وكړو

مضمون کا ماخذ : کڑک
متعلقہ مضامین
مزید خبریں