د اربعين د وېزې د اجراء مسئله په ښه ډول حل شوې ده، اربعين لپاره عراق ته د تګ خواهش لرونكو ته به وېزې جاري كولې شي۔ د شاه محمود قرېشي وېډيو پېغام

image

اسلام آباد 10 اکتوبر (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي چې د اربعين د ويزې د اجراء مسئله په ښه ډول حل شوې ده، اربعين لپاره عراق ته د تګ خواهش لرونكو ته به ويزې جاري كولې شي۔ د زيارت په ورځ خپل ويډيو پېغام كښې خارجه وزير ووئيل ما د عراق خپل همڅنګ محمد علي حاکم سره ټېلي فوني خبرې كړې دي او زه په دې خبره كولو خوشحالي محسوسوم چې د اربعين د ويزې د اجراء مسئله په ښه ډول حل شوې ده۔ خارجه وزير ووئيل د عراق د حكومت او خارجه وزارت مننه كوم چې ھغوي زمونږ خواست قبول كړو ھغه كسان چې اربعين لپاره عراق ته د تللو خواهش لري او ويزې لپاره ئې خواستونه وركړې دي ھغوي ته به وېزې زر جاري كړې شي۔ دا هم پرېكړه شوې ده چې په دې لړ كښې به چې كوم اضافي سټاف پكار وي ھغه به هم د عراق د سفارت نه لېږلې شي دغسې چې د ويزې چارې په وخت ترسره كړې شي۔ شاه محمود قرېشي ووئيل مونږ دا هم پرېكړه كړې ده چې د دې مسئلې د سباٶن حل لپاره دې شريكه لائحه عمل ترتيب كړې شي لكه څنګه چې د عراق او خليجي هېوادونو ترمېنځه ده دغسې چې بيا لپاره دا ډول مسئلې رامخې ته نه شي او وېزه ترلاسه كولو كښې مسئلې رامخې ته نه شي۔ ده ووئيل مونږ خارجه وزير ته د پاكستان دورې بلنه هم وركړه كومه چې ھغه قبوله كړه۔ ده ووئيل د عراق حكومت ددې خواهش هم څرګندونه وكړه چې نه يوازې اهل تشيع بلکې د اهل سنت زائرين څوك چې زيارت لپاره عراق ته د راتګ خواهش لري مونږ به ئې هركلې كوٶ۔ ده ووئيل عراق كښې د امام ابو حنيفه رح او حضرت شېخ عبدالقادر جېلاني په روضه هم كه څوك حاضري كول غواړي مونږ به ورته آسانۍ وركوٶ۔ ده ووئيل مونږ په دې خوشحاله يو چې دا مسئله په ښه ډول هواره شوه۔(ګ ل

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز آن لائن ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں