په رياست مدينه كښې د انساني صلاحيتونو نه د استفاده كولو موقعې وركول وړومبې مقصد و٬ حضور نبي كريم ﴿ص﴾ د رياست ټولو وګړو ته مساوي آزادي وركړې وه او ټولو ته ئې د خپلو صلاحيتونو د اظهار موقعې وركړې وې۔ ډاكټر عبدالصمد مونس

image

اسلام آباد 10 نومبر (اے پي پي) د جامعه الازهر نائب ډاكټر محمد عبدالصمد مونس وئيلي دي چې په رياست مدينه كښې د انساني صلاحيتونو نه د استفاده كولو موقعې وركول وړومبې مقصد و٬ حضور نبي كريم ﴿ص﴾ د رياست ټولو وګړو ته مساوي آزادي وركړې وه او ټولو ته ئې د خپلو صلاحيتونو د اظهار موقعې وركړې وې۔ ده دا خبرې د اتوار په ورځ په كنونشن سنټر كښې نړيوال رحمت اللعالمين كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ ده ووئيل چې د مصر حكومت ٬ اولس او جامعه الازهر پاكستان سره ډېره مينه لري۔ ده ووئيل چې زه وزيراعظم عمران خان او د پاكستان حكومت ته په عيد مېلادالنبي ﴿ص﴾ د زړه نه مباركي وركوم۔ ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان پاكستان اسلامي فلاحي رياست جوړول غواړي۔ د ده په زړه او دماغو كښې د رياست مدينه تصور جوړ شوے۔ ده ووئيل چې په رياست مدينه كښې د انساني صلاحيتونو نه د استفاده كولو موقعې وركول وړومبې مقصد و٬ حضور نبي كريم ﴿ص﴾ د رياست ټولو وګړو ته مساوي آزادي وركړې وه او ټولو ته ئې د خپلو صلاحيتونو د اظهار موقعې وركړې وې۔ ده ووئيل چې د فنون لطيفه ٬ آرټ او كلتور په وجه د ټولنې پرمختګ كېدے شي او پاكستان هم د اسلامي كلتور په رڼا كښې فلاحي رياست جوړېدے شي۔ ده ووئيل چې كله انسان قناعت كوي نو د زړه تسكين كېږي۔ د نورو د غم په لرې كولو كښې چې كوم تكليف ترلاسه كېږي٬ پكښې خوند هم وي۔ ده ووئيل چې پاكستان هغه خاوره ده چرته چې ذهين خلق موجود دي او وزيراعظم عمران خان او حكومت ته وئيل غواړم چې د مدينې رياست په شان دې دلته هم د انسان او د هغه د صلاحيتونو قدر وكړے شي۔ ده دعا وكړه چې پاكستان دې اسلامي نړۍ لپاره مثال او نمونه جوړ شي۔ ده ووئيل چې د عمران خان په مشرې كښې به پاكستان يو عظيم اسلامي فلاحي رياست جوړ شي۔

مضمون کا ماخذ : پاور بال جیتنے کے طریقے
متعلقہ مضامین
مزید خبریں