د پاك بحريه تر سيوري لاندې د كراچۍ مبارك او بهټه كلي كښې وړيا مېډيكل او آئي كېمپ ولګول شو

image

اسلام آباد 26 نومبر (اے پي پي) د پاك بحريه لخوا د كراچۍ په مبارك او بهټه كلي كښې وړيا مېډيكل او آئي كېمپ لګول شوے ۔ د پاك بحريه وياند له مخې مېډيكل كېمپ د ساحل او الفت فاؤنډېشنز مرستې سره او آئي كېمپ د آئي سائټ ټرسټ مرستې سره لګول شوي۔ په مېډيكل كېمپ كښې ځايي او اړوند سيمو څخه راتلونكو ګڼ شمېر رنځورانو وړيا معائنه او داروګان آسانۍ وركړی كېږي٬ د مېډيكل كېمپس لګولو مقصد اوسېدونكو ته د روغ صحت او بېلو رنځونو څخه بچ كېدو په اړه معلومات وركول و۔ د مېډيكل كېمپس لګول د پاك بحريه لخوا د ساحلي سيمو اولس ژوند معيار ښه كولو هڅو يوه كړۍ ده

مضمون کا ماخذ : لاٹری کا حساب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں