د سعودي د شوريٰ كونسل چيئرمېن په مشرۍ كښې پلاوي د اسد قېصر سره ملاقات

image
APP37-05 LAHORE: December 05 - Speaker National Assembly Asad Qaiser receiving Chairman of Shura Council of the Kingdom of Saudi Arabia Dr. Abdullah bin Mohammad Al-Sheikh on his arrival at Parliament House. APP

اسلام آباد 05 دسمبر (اے پي پي) د سعودي د شوريٰ كونسل چيئرمېن ډاكټر عبدالله بن محمد الشېخ په مشرۍ كښې د سعودي پارلماني پلاوي او د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر ترمېنځه د زيارت په ورځ د پارلمان په ودانۍ كښې ملاقات شوې۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې اسد قېصر ووئيل پاکستان او سعودي عرب د مذهب، ورورولۍ ، تاريخ او د كلتور په لازواله خپلولۍ تړلې شوي٬ سعودي تل په سخت وخت كښې د پاكستان ملګرتيا كړې ٬ په ناروے كښې د قرآن پاك د بې حرمتي پېښه خفګاني او د شرم وړ ده۔ ده ووئيل مقبوضه كشمير كښې اولس رياستي ترهګرۍ سره مخ دے او د تېرو 122 ورځو د كرفيو له امله ځائي اولس خپلو كورونو كښې بنديوان دے۔ سپيكر اسد قېصر ووئيل د كشمېر په مسئله د اسلامي هېوادونو د پارلمانونو كنفرنس دې په سمدستي توګه راوبللې شي۔ د ملاقات په مهال د اړوندو چارو پشمول په بېلا بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔(ګ ل

مضمون کا ماخذ : لاٹوفاسیل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں