د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د اومان د سلطان په مړينه خواشيني وښودله

image

اسلام آباد 11 جنوري (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د اومان د سلطان په مړينه خواشيني وښودله. د خالي په ورځ د غمرازې په بيان كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل چې سلطان قابون يو روښان فكره لارښود و. ده د اومان په اقتصادي او معاشي پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كړے. د سېنېټ چيئرمېن ووئيل چې د هغه وفات سره پاكستان د يو مخلص دوست نه محروم شوے. د مذهبونو همغږۍ او امن لپاره به د ده خدمات تل ياد ساتلې شي. د سېنېټ چيئرمېن ووئيل چې د غم په دې وخت كښې مونږ د اومان حكومت او اولس سره يو.

مضمون کا ماخذ : سامراا سپلٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں