حكومت د ترهه ګرۍ ختمولو عزم لري٬ دې لړ كښې اقداماتو ته پاملرنه كوٶ

image

اسلام آباد 24 جنوری (اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير اعجاز احمد شاه وئېلي دي چې موجوده حكومت د ترهه ګرۍ ختمولو عزم لري٬ پھ دې لړ كښې اقداماتو ته پاملرنه كوٶ٬ د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره كريمنل جسټس نظام كښې ښه والي او په ټولنه كښې خبرتيا لپاره به ګامونه پورته كول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې پھ ورځ د نشه اي توكو مخ نيوي او جرائمو لپاره د ملګرو ملتونو اداره(يو اېن او ډي سي)او د كورنيو چارو وزارت په اشتراك پیل شوې نوې پروژې پرانستې دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړه۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئيل موجوده حكومت د ترهه ګرۍ ختمولو عزم لري او پھ دې لړ اقدامات زمونږ په ترجيحاتو كښې شامل دي۔ ده ووئيل چې د ترهه ګرۍ او ټولنه كښې د موجوده جرائم نوعيت جلا جلا دې٬مونږ له به پھ ټولنه كښې خبرتيا پېدا كولو لپاره اقدامات كول وي۔ ده ووئيل چې په ټولنه كښې د ترهه ګرۍ په اړه شعور بېدارولو سره د دې د خاتمې خوب رېښتيا كېدې شي۔ ده يو اېن او ډي سي ته تجويز وركړو چې د نوې پروژې له مخې د فنډ ځينې برخه دې په ټولنه كښې شعور بېدارولو لپاره بېل كړې شي۔ د كورنيو چارو وزير ووئيل ما په پوځ او نورو قانون نافذ كونكو ادارو كښې هم كار كړی٬د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره د كريمنل جسټس سسټم ښه والي ته اړتيا ده۔ د كورنيو چارو وزارت دې د دې پروګرام په كاميابۍ كښې خپل كردار ادا كړي

مضمون کا ماخذ : jogos de azar no Brasil
متعلقہ مضامین
مزید خبریں