اسلام آباد 29 جنوري (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئيلي دي غنم اوړه بنيادي ضرورت دے٬ په دې لړ كښې بايد اولس هېڅ ډول كمي سره مخ نشي٬ د هېواد ضرورتونو له مخې غنم باوري كولو لپاره دې هر ډول ممكنه ګامونه پورته كړې شي٬ ذخيره كوٶنكو او د ناجائزه ګټه خووړونكو مخنيوي ته دې خاص پاملرنه وكړې شي۔ وزيراعظم دا خبرې د شورو په ورځ هېواد كښې د غنمو صورتحال٬ د هېواد د ضرورتونو٬ د موجوده سټاك اېكسچېنج او د سباٶن ضرورتونه ترسره كولو په اړه د لائحې پحقله د غونډې مشرۍ په مهال وكړې۔ په غونډه كښې د نشنل فوډ اېنډ سېكورټي مخدوم خسرو بختيار، د منصوبه بندۍ وفاقي وزير اسد عمر، د توان وزيرِ عمر ايوب، د خزانې سلاحكار ډاکټر عبدا لحفيظ شېخ او نور لوړ پوري هم موجود وو۔ د نېشنل فوډ سېكتر غونډه د غنمو په اړه د صورتحال ٬ تېر كال د غنمو د پېداوار٬ د هېواد كهپت٬ په ماضي كښې د غنمو د درآمد او برآمد او د اوسي صورتحال٬ د غنمو او د اوړو په اړه په دې وروستيو كښې د رامخې ته شوو حالاتو او وجوهات هم بريفنګ وركړو۔ وزيرِاعظم ته ووئيل شول د هېواد د ضرورت له مخې اقتصادي رابطه كمېټۍ د غنمو د درآمد اجازه وركړې ٬ په دې درآمد به ټېكس نه وي۔ وزيرِاعظم ته ووئيل شول هېواد كښې د فصلونو/ د غلې پېداوار شمېره مرتب كولو نظام (کراپ رپورټنګ سسټم) اپ ګريډ كوٶ دغسې چې د فصلونو پېداوار په اړه سمه ډېټا په وخت ترلاسه شي۔ وزيرِاعظم ووئيل غنم اوړه بنيادي ضرورت دے٬ په دې لړ كښې بايد اولس هېڅ ډول كمي سره مخ نشي٬ د هېواد ضرورتونو له مخې غنم باوري كولو لپاره دې هر ډول ممكنه ګامونه پورته كړې شي٬ ذخيره كوٶنكو او د ناجائزه ګته كوونكو مخنيوي ته دې خاص پاملرنه وكړې شي۔ وزيرِاعظم امر وكړو چې راتلونكو مياشتو لپاره د غنمو ضرورت ترسره كولو لپاره دې د وړاندې نه منصوبه بندي وكړې شي او په دې لړ كښې دې اندازو او تګلارې ته زر تر زره حتمي شكل وركړې شي