اسلام آباد 04 مارچ (اے پي پي) اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي د چيټۍ ليكلو سره د نواز شريف ناروغتيا تازه صورتحال رامخې ته كېدل پېل شوي٬ د ھغه په ناروغۍ حكومت نه د ھغوي خپل ګوند سياست كوي٬ بلاول بهټو دې لاهور پرېږدي او خپله صوبه كښې د خبريال كورنۍ له دې انصاف وركړي٬ كوچنيان د قام سباٶن دے٬ دوي سره زياتي كوونكو ته سختې سزا ګانې وركولو لپاره قانون سازي شوې ٬ په دې لړ كښې ټولو ګوندونو ته مباركي وركوم چا چې د بل په منظورۍ كښې برخه اخستې۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د شورو په ورځ د پارلمان نه بهر ميديا سره خبرو كښې وكړه ۔ دې ووئيل وزيراعظم عمران خان د خزانې يوه يوه ټكه د اولس مفاد لپاره خرڅ كوي٬ د ماضي واكمنو لخوا تباه كړې ادارې حكومت فعالوي٬ حكومت چې به د كومو ادارو نجكاري كوي ھغه به د نړيوال قوانين له مخئ پاكې او په سپېځلې ډول پرائيوټ كوي۔ دې ووئيل هېواد ته بلېك شفس زيان رسولې٬ د اولس په مرسته به د ادارو نه هغوي لرې كوٶ۔ دې ووئيل د سندھ نابالغ سياستمدار د لاهور پرېس كلب ته ځي خو زه دا وائيم چې ھغه دې لاهور پرېږدي او خپله صوبه كښې د وژلي شوي خبريال كورنۍ ته انصاف وركړي ٬ ځكه چې د وژلي شوي خبريال كورنۍ اوس هم انصاف لپاره لاس پښې وهي۔ ده ووئيل بلاول سره د صحافت د آزادۍ خبرې خوند نه كوي٬ په سندھ كښې د رائے اظهار آزادي ټولو ته معلومه ده۔ دې ووئيل نواز شريف چې په كور كومه درملنه كوي قام ته دې خامخا اووائي٬ چې ھغه كومه طريقه كار دريافت كړې دغسې چې اولس هم دغې طريقې نه استفاده كولو سره د علاج آسانۍ ترلاسه كړي۔ فردوس عاشق اعوان ووئيل لندن ته چيټۍ ليكلو سره د نواز شريف د صحت په اړه تازه صورتحال رامخې ته شوې ٬ نواز شريف نه يو روغتون ته تللې او نه كور علاج كوي نو بيا كوم ميډيكل راپورونه رالېږي۔ دې ووئېل څنګه چې لندن ته خط اولېكلې شو خبري كنفرنسونه پېل شول۔ ډاكټر فردوس عاش