اسلام آباد ۔ 20 مارچ (اے پي پي)پاكستان د هند لخوا د مارچ په 15مه نېټھ د سارك غړو هېوادونو كوډ – 19 وېډيو كنفرنس كښې د ډاكټر ظفر مرزا خبرې د ناسامه وړاندې كولو هندې هڅې رد كولو سره وئېلي دي د هند خارجه وزارت لخوا دې بشري معاملې ته سياسي رنګ وركول ډېر ګمراه او شرانګيز دے۔د جمعې پھ ورځ د خارجه دفتر وياند ووئيل دوهم وزير په وېډيو كنفرنس كښې د كورونا وائرس ترمخه شخړيز كشمير كښې د هېلت ايمرجنسي پلو پام ګرځولې ؤ او په مواصلات د لګولو بندېزونو اخوا كولو او د طبي آسانيو باوري كولو په حاجت ئې زور راوړې ؤ ۔وياند ووئيل يوازې په پاكستان كښې نه٬په حقيقت كښې په مقبوضه كشمير٬هند او د ټولې نړۍ څخه دا غږ پورته كېږي۔وياند ووئيل سارك وېډيو كنفرنس كښې د ګډون كولو مقصد د سارك غړو هېوادونو سره د يو والي څرګندونه او سارك پروسيس سره د خپل تړون پخلې كول وو۔وياند ووئيل د سوئېلي آسيا اولس د دې خبرې نه خبر دے چې كوم يو هېواد سارك پروسيس ته٬سياسي رنګ وركول او پھ دې كښې خنډان رامخې ته كول غواړي۔وياند ووئيل پاكستان په دې خبر باوري لري چې د سوئېلي آسيا هېوادونو له په ګډه چېلنجونو سره جنګ كول دي ولې د كوم يو هېواد ذاتي ګټې له د سارك كارولو اجازه نه ده وركول پكار