اسلام آباد 13 اپریل (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي ټیلی سكول ټی وی سره به كورونو كښې پاتي ماشومانو او لرې پرتو سيمو كښې وګړو ته د تعلیم آسانۍ ترلاسه شي، ټیلی سكول ټی وی سره تعلیم بالغاں له هم وده وركړې كيدې شي، ټیلی سكول كښې ښه والې له به هر ډول مرسته كولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د تعلیم او پیشه وره تربیې وفاقی وزارت او پی ټی وی په اشتراك سره د پيل كېدونكې ټیلی سكول ټی وی چینل پرانستې دستورې ته خپل خطاب كښې وكړه۔ وزیراعظم ووئيل په دې مهم اقدام د تعلیم او پیشه وره تربیې وفاقی وزارت او د اطلاعات او خپرونو وزارت مننه كوم او هغوي له مباركي وركوم۔ ده ووئيل د كورونا وائرس له امله سختو حالاتو سره مخ ماشومان تر كورونو محدود شوي او په دې كښې به د ټیلی سكول ټیلی ویژن څخه هغوي ته تعلیم ترلاسه كولوله مرسته تر لاسه شي۔ وزیراعظم ووئيل د كورونا صورتحال كښې ښه والي نه پس هم هيله لرم چې دا چینل به خپل كار روان ساتي او دا به دهغسې د لري پرتو سيمو وګړو چرته چې استاذان نشي رسيدلې هغوي لپاره د ښه تعلیم ذريعه اوګرځي۔ ده ووئيل د وګړو تر موبائل رسنې نه پس اوس هغوي زدكړې ترلاسه كول غواړي۔ دا ټیلی سكول په دغه تناظر كښې د تعلیم بالغاں لپاره هم استعماليدې شي۔ عمران خان ووئيل زمونږ په هيواد كښې زياتره ماشومان د سكولونو څخه بهر دي۔ د دې د لارې هغوي له تعليم وركړې كيدل ممكن كيدې شي۔ ده ووئيل اوس چا ته هم نه ده معلومه چې د كورونا له امله به دا صورتحال څومره وخت روان وي۔ ده ووئيل صحت او تعلیم څانګې نظر انداز كيدې نشي۔ ده ووئيل ټیلی سكول كښې ښه والې له به هر ډول مرسته كولې شي ځكه چې د مخ په وړاندې تګ دا يواځنۍ لاره ده او تر څو چې لري پرتو سيمو كښې انفراسټركچر نه وې جوړ شوې نو د ټيلي سكول څخه ګټه پورته كيدې شي۔دې نه پس د وفاقی تعلیم او پیشه وره تربيې وفاقی وزیر تربیت شفقت محمود بریفنګ كښې ووئيل هيواد كښې دوه كروړه څخه زيات ماشومان سكول ته نه ځي۔ هيواد كښې د خواندګۍ شرح 60 فیصده ده۔ ده ووئيل ښارونو كښې د وګرو تر موبائل رسنې نه پس اوس هغوي په تعلیم كښې خوښې لري۔كليو كښې د ټیكنالوجی د لارې تعلیم وركولو سره د خواندګۍ شرح ښه كيدې شي۔ په دې موقع د وزیراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستياله ډاكټر فردوس عاشق اعوان هم موجود وه۔ ټیلی سكول ټی وی چینل د لارې به سهار 8 بجو نه تر ماښام 6 بجو كلاسسز روان وي دغسې وړومبې كلاس نه تر 12م كلاس ماشومانو له به تعليم وركړې كيږي