د وزیراعظم عمران خان د نوموړې عالم دین مولانا طارق جمیل سره خبرې

image

اسلام آباد 16 اپریل (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د کورونا وباء مخنيوي لپاره د علماﺀ کرامو مرستې ته اړتيا ده، ډير زر به د علماﺀ کرامو پلاوي سره ملاقات وكړم۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نوموړې عالم دین مولانا طارق جمیل سره د زيارت په ورځ شوې ملاقات په مهال وكړه۔ وزیراعظم د مولانا طارق جمیل د اړخه د کورونا وائرس په ضد د اولسي خبرتيا كمپائن اوستائلو۔ ده ووئيل کورونا وباﺀ مخنيوي لپاره د علماﺀ کرامو مرستې ته اړتيا ده، ډير زر به د علماﺀ کرامو پلاوي سره پخپله ملاقات وكړم۔ وزیرِ اعظم ووئيل د حکومتی هڅو مقصد اولس د يوې داسې وباﺀ څخه محفوظ ساتل دي په كومه چې ټوله نړۍ اخته ده۔ ده ووئيل علماﺀ کرامو په هر وخت سخت كښې حكومت ته لارښوونه كړې، د روژې مياشت ترمخه به د علماﺀ کرامو مشاورت سره لائحه عمل جوړولې شي

مضمون کا ماخذ : ٹربو چارج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں