وزیر اعظم عمران خان سره کراچۍ كښې د اتحادی ګوندونو پلاوي وليدل

image

اسلام آباد 17 جون (اے پی پی) وزیر اعظم عمران خان سره په کراچۍ كښې د اتحادی ګوندونو پلاوي ليدلې دي ۔ په ملاقات كښې د سندھ ګورنر عمران اسماعیل، وفاقی وزیر محمد میاں سومرو، وفاقی وزیر سید علی زیدی هم موجود ؤ ۔ وزیراعظم سره ملاقات کونكو كښې وسیم اختر، کنور نوید، کشور زهرہ، فردوس شمیم نقوی، حلیم عادل شیخ، سید آفریدی، اشرف قریشی، ډاکټر ارباب غلام رحیم، عرفان مروت، ایاز لطیف، سردار عبدالرحیم، حسنین مرزا شامل وؤ۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې وزیراعظم پلاوي سره په خپلو خبرو كښې ووئيل پخوا په اقتدار كښې پاتې شوي سیاسی قیادت د اولس خذمت نه دې كړے۔ هغوي يواځې خپلې ذاتی ګټې له اقتدار استعمال کړے۔ وزیراعظم ووئيل د پی ټی آئی او اتحادی ګوندو شريكه ايجنډا د کرپشن ختمول ، غريبۍ كښې كمے كول او اولسي خذمت كول دي ۔ په دې لړ كښې وفاقی حکومت د ټولو صوبو سره پښمول د سندھ هر ممكنه مرسته كوي۔ ده ووئېل انتظامی اصلاحات او لاندې كچې ته د اختیاراتو منتقل كولو سره به حقیقی پرمختګ ممكن شي۔ په دې مهال اتحادی ګوندونو غړو سندھ كښې د پرمختيائي كارونو او انتظامی اصلاحات په اړه تجاویز هم وزیراعظم له وركړل

مضمون کا ماخذ : loteria do Paraná
متعلقہ مضامین
مزید خبریں