وزيراعظم عمران خان د احساس راشن پورټل، احساس لنګر، پناه ګاه اېپس او د وزيراعظم کرونا ريليف فنډ د وېب پاڼې احساس اقدامات پېل كړل

image

اسلام آباد 22 جون (اے پي پي) وزيراعظم عسمران خان د احساس راشن پورټل، احساس لنګر، پناه ګاه اېپس او د وزيراعظم کرونا ريليف فنډ د وېب پاڼې پشمول د نورو (وېب پاڼو او اېپس) احساس اقدامات پېل كړې دي٬ د دې اقداماتو مقصد د كرونا وائرس پحقله د ريليف اقداماتو په لړ كښې د حكومت او ټولنې په زړه پورې اشتراك او مرسته باوري كول دي٬ د دې اقداماتو د پېل بنيادي مقصد ډونرز، د خېرښګړې ادارو او شتمندو له د آسانۍ وركولو سره سره هغوي بااختياره كول دي٬ چې ورسره به د كرونا وائرس په صورتحال كښې هغوي حكومت سره د لا همكارۍ د لارې اقدامات وكړے شي۔ د ګل په ورځ په دې لړ كښې راجوړې دستورې ته خپله وېنا كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل حکومت د كرونا ځپلې ټولنې د بې وزله طبقې معاونت او مرستې لپاره عطيه كړې د هرې روپۍ په بابله د سپېځلتيا باوري كولو عزم لري، حكومت د دې اړٶند اېپس او وېب پاڼو لانچ كولو سره د سپېځلتيا په اړه ډونرز له اعتماد وركوي۔ د نوي لانچ كړې شوي اپيس او وېب پاڼې په اړه ده ووئيل په دې به د ټولو مستفيد كېدونكو فهرست خپرولے شي۔ ده واضح كړه په احساس پروګرام كښې په هر صورت سپځلتيا باوري كړې شوې ۔ په ده مهال وزيراعظم عمران خان د ډاکټر ثانيه نشتر او د ھغې د همكارانو د احساس كېش پروګرام د كاميابۍ په اړه د هلو ځلو هم ستائنه وكړه او وئ وئيل د پروګرام له مخې د روپو سپېځلے او موثره ترسيل باوري كړے شوے۔ ده ووئيل په دې سخت وخت كښې د كېش پروګرام د لارې مستحقو كسانو له ضروري ريليف وركړے شوے۔ وزيراعظم عمران خان د وبا په مهال خپل روزګار د لاس نه د وركوٶنكې طبقې معاونت لپاره د احساس وېب پورټل په كاميابۍ هم د اطمينان څرګندونه وكړه چې له مخې ئې د بې روزګاره شوو مالي معاونت شوے۔ وزيراعظم د کرونا ريليف فنډ وېب پاڼې په اړه ووئيل په دې به ټول معلومات ترلاسه وي او ډونرز به نېغ په نېغه مسحقينو ته رسېدے شي او مرسته به كولې شي۔ وزيراعطم ووئيل د لاك ډاٶن له امله ګرده نړۍ غېر متوقع صورتحال سره مخ شوې ٬ تر دې چې په امريكا كښې اولس خوراك لپاره په لويو قطارونو كښې اودرېږي او په اټاليه كښې هم خلق د خوراك په ترلاسه كولو كښې ستونزو سره مخ دي۔ وزيراعظم ووئيل كه صوبې د لاك ډاٶن په اپشن غور كولو له خبره وكړي نو زه به د دې ملاتړ ونه كړم ځكه چې د چين د ووهان ښار په مقابل كښې دلته صورتحال مختلف دے

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کا نتیجہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں