د وفاقي پارلماني سېكرټري زېن قريشي قومي اسمبلۍ كښې په بجټ بحث

image

اسلام آباد 22 جون (اے پي پي) د خزانې وفاقي پارلماني سېكرټري زېن قريشي وئيلي دي د اپوزيشن لخوا د بجټ په حقله كوم مثبت تجويز نه دے رامخې ته شوے، د پاكستان په تاريخ كښې په وړومبي ځل په بجټ كښې كوم نوے ټېكس نه دے لګولے شوے، حكومت په درآمدات كښې كمے كړے او په برآمدات كښې د زياتوالي كولو سره ئې زرمبادله زياته كړې، احساس پروګرام بهتر كړے شوے، د بي آئي اېس پي څخه 8 لكه جعلي استفاده كوونكي ويستلې شوي. د ګل په ورځ د قومي اسمبلۍ په غونډه كښې په بجټ بحث كښې مخدوم زېن قريشي ووئيل اپوزيشن غړو د بجټ په اړه تراوسه يو هم سم وړاندېز نه دے وركړے. ده ووئيل د وائرس اوسنې وبا ټولې نړۍ په ولقه كښې اخستې. مونږ د روغتيا د نړيوالې ادارې د اصولو پېروي كوو. د سمارټ لاك ډاٶن اصطلاح تر ټولو وړومبې وزيراعظم عمران خان رامخس ته كرې او نن برتانيه د سمارټ لاك ډاٶن پلو روانه ده. ده ووئيل مونږ اصلاح لپاره د تنقيد قائل يو، مونږ عقل كل نه يو خو په بجټ بحث يوازې تنقيد د تنقيد لپاره كېږي. كوم سنجيده تجويز نه وركړے كېږي. ده ووئيل زه وزيراعظم او د خزانې صلاكار ته پېرزوئنې وړاندې كوم كومو چې د بحران په دور كښې غوره بجټ وړاندے كړے. آئي اېم اېف د نړۍ په معيشت كښې د منفي 3 فيصده پېشنګوئي كړې. دا يو لوي بحران دے، په بجټ كښې چې د دې بحران مخ نيوي لپاره كوم اقدامات شوي ، د پاكستان په تاريخ كښې مثال نه لري۔ده ووئېل د احساس پروګرام له مخې يو كروړ 60 لكه كورنيو ته ريليف وركړے كېږي. په بجټ كښې تاريخي ريليف وركړے شوے. د هېواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل كوم نوے ټېكس نه دے لګولے شوے

مضمون کا ماخذ : سلور لائونیس 4x ضرب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں