اسلام آباد 23 جون (اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين ګنډا پور وئيلي دي نړيواله ورورولي دې مقبوضه كشمير كښې د انسانيت په ضد د روان ظلم او زياتي نوټس واخلي۔ هند د تېرو 70 كلونو څخه تش لاسې كشميرې اولس ظلم او زياتي سره مخ كړې دې۔ د هند په ضد دې مذهبي آزادۍ لپاره د امريكا كمېشن په سفارشاتو بايد عملدرآمد وكړے شي۔ په هند دې نړيوال بندېزونه ولګولې شي۔ د نهې په ورځ جاري كړې شوي بيان كښې علي امين ګڼدا پور ووئيل د هندي انتها خوښۍ او جارحيت دلاسه منطقه كښې سختې امنيتي اندېښنې رامخې ته كېږي۔ هند په اېل او سي د جنګ بندۍ لوظنامې پرله پسې خلاف ورزي كوي۔ هند د لداخ په معامله د چين دلاسه ذلت او رسوائۍ سره مخ شوې دې۔ نیپال هم هند سره د پولې په شخړو مضبوط دريځ خپل كړې دې۔ نرېندر مودی هندي اولس څخه ځان بچ كولو له د فالس فلېګ آپرېشن ناپاکه حرکت كولې شي۔ ده ووئيل پاكستان به د هند د كومې هم ناوړه كارروائۍ خله ماتې ځواب وركوي۔ علی امین ووئيل نړيواله ميډيا د هند د ناړوه حالاتو بشپړه عكاسي كوي۔ پاکستان به ګرده نړۍ كښې د مودی انتها خوښې فاشسټ ایجنډې په ډاګه كولو لړۍ روانه ساتي۔ ده ووئيل پاكستان به د مظلوم كشميري اولس ملاتړ نه يو انچ هم شاته نه شي۔ ده ووئيل كشمیری اولس عزم او حوصلې سره د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له خپل تحريك روان ساتلې دې۔