پېنډۍ ۔ 4 جولائی (اے پی پی) راولپنډی آرټس کونسل كښې د ټائيګر فورس د سوګند پورته كېدو دستوره وكړې شوه كومې كښې چې د هوا بازۍ وفاقي وزير غلام سرور خان د خاص مېمله په حېث ګډون وكړو۔ دستورې ته خپل خطاب كښې وفاقي وزير ووئيل نن د وزيراعظم عمران خان د سمارټ لاك ډاؤن حكمت عملي ګردې نړۍ خپلوي۔وزیر اعظم د كورونا په مهال د نړۍ تر ټولو لوئې د 150 اربه روپو سوشل پروټېكشن پروګرام جوړ كړو۔ ده وئيل د نړۍ معيشت تباه شوې ولې زمونږ حكومت 650 اربه روپۍ پرمختيائي منصوبو له بېلې كړې دي۔ ده وئيل د پېنډۍ اولس له 50 اربه نه د زياتو روپو منصوبې منظور كړې شوې كومو كښې چې لئې اېکسپرېس او رنګ روډ شامل دے۔ ده ووئيل د ټائيګر فورس مقصد د غمزده انسانيت خذمت كول دي۔ ده ووئيل كوم كار به چې سركاري اهلكارو د زړه دپاسه كولو هغه د دې فورس ځوانان د زړه نه كوي۔ ده وئيل د پي ټي آئي حكومت او اولس چې څنګه د كورونا وباﺀ مقابله كړې هغه مثال نه لري۔ ده ووئيل په فرنټ لائن كار كوؤنكي ډاكټران ٬ میډیکل ورکرز، پولیس، انتظامیه او د ټائيګر فورس ځوانان زمونږ اتلان دي۔ د پنجاب اسمبلۍ غړي چوهدری عدنان دستورې ته خطاب كښې ووئيل كله چې لارښود سم وي نو په هر چېلنج قابو موندلې كېدې شي۔ ده ووئيل د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې هېواد د پرمختګ په لوري روان دے۔(