اسلام آباد 16 جولائي (اے پي پي) پاكستان د افغانستان تر ټولو لوي تجارتي شراكتدار هېواد دے، افغانستان ته د پاكستان په مهمو برآمداتو كښې غنم، سيمنټ، چيني او وريژې شاملې دي، افغانستان ته د پاكستان برآمدات لويه وجه د څيزونو زر رسنه او د نورو هېوادونو په مقابل كښې د وخت او اخراجاتو ځانګړے بچت دے، د افغان څيزونو درآمد هم څو سوه مليونه ډالرو ته رسېدلے، د شريك تجارت په لار كښې لويه ستونزه غېر قانوني تجارت دے، پاكستان د دې غېر قانوني تجارت خاتمې لپاره ګڼ شمېر اقدامات كړي، پاكستان د افغان دولت په خاص خواست د جولائي د 15مې نېټې نه د واهګه بارډر كراسنګ د لارې د افغان برآمداتو بحالولو پرېكړه كړې. د محمد عامر آفريدي د جائزه راپور له مخې تجارت يا سوداګري د خلقو، فرمونو يا د هېوادونو ترمېنځه د اخستلو، خرڅولو يا د سامان او خدماتو د تبادلې عمل ته وئيلي شي. د اخستلو، خرڅولو يا د سامان او خدماتو تبادله چې كله د هېوادونو په كچه كېږي نو دې لپاره يو خاص مېكانزم ته ضرورت وي، په دې لړ كښې د دوو يا زياتو هېوادونو ترمېنځه لوظنامو ته اړتيا وي او دا هم د دې هېوادونو په حكومتونو پورې اړه لري چې دوي د تجارت د لارې څخه نه يوازې خنډان لر كړي بلكې سوداګرو او سرمايه كارو ته اسانۍ او اعتماد وركړي دغسې چې شريك تجارت زيات شي او د دواړو هېوادونو د اولسونو ژوند سوكاله خوشحال شي۔ خو دا تجارت چې كله د هېوادونو تر مينځه وي نو د ډېرو اسانيو سره مختلف مشكلات او مسائل هم لري چې اړوند حكومتونه ئې وخت په وخت جاج اخلي او د هغې حل كولو لپاره اقدامات كوي لكه محفوظ چاپېرچل ٬د سرمائې تحفظ او ضمانت ٬ د لارو ګودرو اسانتيا او د مصنوعاتو وړلو راوړلو لپاره د ټراسپوټېشن پشمول د پولو پرانسته او د وېزو جاري كولو وغېره لوازمات د هر څه نه زيات اهميت لري ۔ په نن دور كښې جې نړۍ د يو كلي شكل اختيار كړے او د زمكې تنابونه رالنډ شوي ٬فاصلې ختمې شوي او د وخت رفتار هم ګړندے شوے نو د دغه تقاضو سره سم د انسان دماغ او د كاروبار يا تجارت چارې هم هغه زړې نه دي پاتي۔ د تېكنالوچۍ په رامخې ته كېدو د ورځو خبرې ساعتو او دقيقو ته راغلي خو باوجود د هر سهولت او تندوالي د ګټې يا مفاداتو په حساب هم او د وخت سره سره د انسان د ازلي جبلت په بنياد هم په دې لړ كښې خپل چم ګاونډ اول هم سوداكرو يا تاجرانو د هر چا نه وړومبے ګڼړلو او اوس هم سرمايه دار او تاجران خپلو ګاونډيانو هېوادونو له په نورو ترجيح وركوي. په نسبت د لرې پرتو هېوادونو په هر لحاظ د ګاونډيانو هېوادونو سره د تجارت ګته يو نه په څو قسمه وي چې تر ټولو اول پكښې د امن او امان بهتري او د زړه پورې ارېكو سره قوي دفاع او سلامتيا هم شامله وي۔ پاكستان او افغانستان هم د يو بل نزدې ګاونډيان او وړوڼه هېوادونه دي جې تر ډېره حده د ژبې او كلتور د اشتراك سره د مذهب او تاريخ په خپلولۍ هم تړلي دي ۔۔د مينې او ورورولۍ دغه اعتماد او خپلولي دومره زوره وره وه چې د روسيه افغان جنګ ١٩٧٩ په مهال افغانانو په نسبت د نورو هېوادونو په لويه شمېره باكستان ته كډې وكړې او تر ننه پورې پاكستان كښې په عزت سره نه يوازې د ژوند شپې ورځې تېروي بلكه خپل غټ غټ كاروبارونه او تجات هم كوي۔ دغسې د اولس سره په حكومتې كچه هم د دواړو هېوادونو ترمېنځه په لويه كچه تجارت او سوداګرېزې هلې ځلې كېږي. د پاكستان ټرېډ ډويلپمنټ اتهارټۍ له مخې پاكستان افغانستان لپاره تر ټولو لوي سوداګريز هېواد دے چرته چې د افغانستان پېداوري څيزونه راځي او دا تجارت د سوونو مليونه ډالرو وي. هم دغسې افغانستان هم د پاكستان برآمدات لپاره په نړۍ كښې څلورم لوي هېواد دے. د كال 2014م نه وړاندې افغانستان لپاره پاكستان په نړۍ كښې تر ټولو لوي برآمد كوونكے هېواد ؤ خو وروستو بيا د پاكستان نه دا وړومبنے سټېټس د اېران غوندې نورو هېوادونو يوړو. افغانستان لپاره د پاكستان په مهمو برآمداتو كښې غنم، سيمنټ ، چيني او وريژې شامل دي. افغانستان لپاره د پاكستانو مصنوعاتو د زيات مقدار د برآمد كېدو لوي سبب هم دا دے چې د دې سامان په وړولو راوړولو كښې د وخت د بچت سره سره خرڅونه هم د نورو هېوادونو په مقابل كښې كم راځي ځكه چې دواړه هېوادونه شرېكې پولې لري او د دغې ګټه افغان دولت او اولس ته رسيږي ، خو د بده مرغه د دې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارت په لار كښې څه ستونزې هم شته چې پكښې يوه لويه ستونزه په غېر قانوني توګه تجارت دے. پاكستان د دې غېر قانوني تجارت خاتمې لپاره يو شمېر ګامونه هم پورته كړي. د دواړو هېوادونو ترمېنځه د چمن او تورخم پشان لارې شته چې پرې په قانوني توګه تجارت كېږي. پاكستان او افغانستان د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارت ودې، د تجارانو اسانۍ او ستونزې لرې كولو لپاره ګڼ شمېر ګامونه پورته كړي او وخت په وخت دې پلو پام لرنه هم كوي. په دې ګامونو كښې د دواړو هېوادونو د تاجرانو شريكه ډله جوړول هم شامله ده كومې ته چې پاك افغان جوائنټ چېمبر آف كامرس وئيلې كېږي. پاكستان افغانستان سره سوداګرۍ ته ډېر اهميت وركوي او په دې لړ كښې ئې عملي ګامونه هم پورته كړي دي. د دې اندازه د وزيراعظم عمران خان لخوا په كال 2019م كښې د ستمبر په 18مه نېټه په اونۍ كښې اووه ورځې 24 ساعته د تورخم ټرمينل د پرانستې نه هم كېږي. پاكستان د افغان دولت په خواست د كال 2020م د جولائي د مياشتې د 15مې نېټې نه د واهګه بارډر كراسنګ د لارې د افغان برآمداتو بحال كولو پرېكړه كړې ده. په افغان ټرانزټ ټرېډ كښې به د كووډ-19 په اړه په بشپړه توګه په پروټوكولز عمل كولې شي. د پاكستان د خارجه دفتر وياند له مخې پاكستان په ټول بارډر كراسنګ ټرمينلو د كووډ-19 نه د مخكښې سټېټس له مخې په افغان ټرانزټ ټرېډ كښې د اسانيو او د ټرانزټ ټرېډ لوظنامې له مخې دوه اړخيزه تجارت او افغان ټرانزټ ټرېډ بحال كړے دے. د خارجه دفتر وياند وئيلي دي چې پاكستان افغانستان سره د تجارت پشمول په ټولو څانګو كښې خپلې دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكم كولو ، د اے پي ټي ټي اے له مخې د افغانستان په ټرانزټ ټرېډ كښې اسانيې وركولو لپاره پوخ عزم لري. د سارك د تجارت او صنعت چېمبر د پاكستان دا پرېكړه ستائيلې ده. د سارك چېمبر صدر افتخار علي ملك په دې پرېكړه تبصره كولو سره وئيلي دي چې د كورونا وائرس د تباه كوونكې وبا په مهال د پاكستان دا پرېكړه ډېره مثبت ده چې په نتيجه كښې به ئې افغانستان سره د دوه ارخيزه تجارت په وده كښې مرسته وشي. ده ووئيل چې پاكستان افغانستان سره دوه اړخيزه تجارت بحالولو سره د كووډ-19 نه د مخكښې حالاتو له مخې په ټولو 18 سرحدي پوائنټونو د افغان ټرانزټ ټرېډ اجازه وركړې ده. د پاكستان د سټېټ بېنك يو تازه راپور له مخې افغانستان ته د پاكستان په برآمدات كښې په دې وروستيو يوولسو مياشتو كښې 33.40 فيصده كمے راغلے . د سټېټ بېنك راپور له مخې د تېر مالي كال په وړومبنو يوولسو مياشتو كښې افغانستان ته د پاكستان د برآمدات حجم 825.6343 مليونه ډالره ريكارډ كړے شوے ؤ كوم چې د مالي كال 19-2018م په دومره موده كښې 33.40 فيصده كم دے. د مالي كال 19-2018م په دې موده كښې افغانستان ته د پاكستان د برآمداتو حجم د 1.101 اربه ډالرو ريكارډ كړے شوے ؤ. د شمېرو له مخې د روان كال د مئي په مياشت كښې افغانستان ته د 17.01 مليونه ډالرو برآمدات تللي. تېر كال د مئي په مياشت كښې افغانستان ته د پاكستان د برآمدات حجم 115.88 مليونه ډالره ريكارډ كړے شوے. د پاكستان د سركاري بېنك شمېرو له مخې د افغانستان څخه هم پاكستان ته په درآمداتو كښې هم كمے راغلے او دا كمے 36.79 فيصده ريكارډ كړے شوے. د تېر مالي كال په وړومبنو يوولسو مياشتو كښې د افغانستان څخه د 119.32 مليونه ډالرو درآمدات راغلي وو كوم چې د مالي كال 19-2018م په مقابل كښې 36.79 فيصده كم دي. د مالي كال 19-2018م په وړومبنو يوولسو مياشتو كښې پاكستان د افغانستان څخه د 163.13 مليونه ډالرو مصنوعات راوړي وو. ټرېډنګ اكنامكس يوه نړيواله اداره ده كومه چې د هېوادونو ترمېنځه د تجارت په هلو ځلو نظر ساتي. د دې ادارې د جولائي كال 2020م تازه شمېرو له مخې پاكستان په كال 2019م كښې د افغانستان څخه د 579.53 مليونه امريكائي ډالرو درآمدات تر سره كړي. په دې درآمداتو كښې د 175.25 مليونه ډالرو مېوې او د 155.14 مليونه ډالرو د سبزيانو وغېره درآمدات شامل دي. په كال 2019م كښې د افغانستان څخه د 91.14 مليونه ډالرو معدنيات او تېل وغېره هم راوړلے شوي، د 57.87 مليونه ډالرو كاټن او د 32.78 مليونه ډالرو اوسپنه او سټيل هم په كال 2019م كښې د افغانستان څخه درآمد كړے شوي. كه هر څو افغانستان لپاره د برآمدات په مقابل كښې پاكستان ته د افغانستان درآمدات كم دي خو په مجموعي توګه د تېر مالي كال په مهال د دواړو هېوادونو دوه اړخيزه تجارتي حجم كښې كمے راغلے. د دواړو ګاونډيانو هېوادونو په سوداګرۍ يا شريك تجارت كښې دا كمے ولې راغلے ، د دې يو شمېر عوامل كېدے شي. په دې اړه چې كله د پاك افغان جوائنټ چېمبر آف كامرس او د سرحد چېمبر آف كامرس پخواني صدر او د فرنټيئر كسټم اېجنټس اېسوسي اېشن اوسني صدر ضياالحق سرحدي نه پوښتنه وكړې شوه نو هغه ووئيل د پاكستان او افغانستان ترمېنځه شريك تجارت په دې وخت كښې ستونزو سره مخ دے او ډېر كم شوے. هغه ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د شريك تجارت حجم په يو وخت كښې 2.5 اربه ډالرو ته رسېدلے ؤ. دا تجارت بيا مخ په كمېدو شو او دا ډېر وجوهات لري. ده ووئيل كه مونږ اوس وګورو نو د كورونا وبا د ټولې نړۍ معيشتونه لړځولي دي. د دې نړيوالې وبا آغېز په پاكستان او افغانستان هم پرېوتے. هغه ووئيل هره ورځ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د پولې تړلے كېدو په وجه هم ډېرې ستونزې راپېدا كېږي. هغه ووئيل څه موده وړاندې هم د پاكستان او افغانستان پوله تړلې شوې وه بيا وزيراعظم عمران خان اعلان وكړو چې د پاكستان او افغانستان پوله به 24 ساعته پرانستې وي. د وزيراعظم اعلان نه پس د دواړو هېوادونو تجارت ډېر ښه شو خو بيا د كورونا په وجه دا صورتحال خراب شو. هغه ووئيل مخكښې به د دواړو هېوادونو د تجارت چارې كسټم محكمې، انتظاميې او د خېبر پولېټيكل اېجنټ كتلې خو اوس چې كله د فاټا سيمه په خېبر پښتونخوا كښې ضم كړې شوه نو هلته چې د خېبر پي اے كوم كردار ؤ هغه ختم شو. پكار خو دا وه چې دا ټول انتظامات د خېبر ډي سي په لاس كښې وو. ولې هلته ډي سي خو شته خو ټول اختيارات ډي پي او سنبال كړي. د كسټم نه علاوه هتله د پولې په انتظام كښې نورې ډېرې محكمې هم لاس لري او د دغې په وجه هم تجارت ځپلے شوے. هغه ووئيل د پاكستان او افغانستان ترمېنځه د تجارت څارنه دې يوه محكمه وكړي په نسبت د ډېرو او په لار كښې شته ستونزې كه لرې كړې شي نو د دواړو هېوادونو تجارت به په زړه پورې ډول وده وكړي بلكې مستحكم به شي. هغه غوښتنه وكړه حكومت بايد دې پلو خاص پام وكړي چې دغسې د دواړو هېوادونو دوه اړخيزه تجارت په تندې سره زيات شي. او تجارتي هږې ځلې به د ځان سره نور ډېر اولسي او دولتي زيري راوړي. په راپور كښې ليكوال ليكي چې د پاكستان او افغانستان د اولسونو ترمېنځه تجارت كومه اوسنۍ خبره نه ده، د دې دواړو ګاونډي هېوادونو ترمېنځه تجارت يا سوداګري د پېړيو نه روانه قيصه ده. د دواړو هېوادونو د تجارت په اړه د سرحد چېمبر آف كامرس اېنډ انډسټري پخوانے صدر حاجي محمد افضل وائي چې كله هم د چمن او تورخم پوله بنده شي نو د افغانستان خلق د خوراك پشمول نورو ډېرو ستونزو سره مخ شي. ده ووئيل د اېران د پولو او بندر ځايونو استعمال هم په دې وجه زيات شوے دے . ده ووئيل د پاكستان او افغانستان د تجارت چې كوم حالات دي، په يقيني توګه دواړه وروڼه هېوادونه دي، د دواړو هېوادونو ټولنيز او اقتصادي حالات هم يو شان دي او په كاروباري معاملو كښې هم دواړه هېوادونه د سلونو كلونو نه په يو بل پورې اړه لري. ده ووئيل كه يو خوا د افغانستان لار د مېنځنې آسيا هېوادونو لپاره د پاكستان ضرورت دے نو بل خوا افغانستان سمندر نه لري او تر ټولو زيات پاكستان ته ضرورت لري. ده ووئيل د پاكستان او افغانستان ترمېنځه د كاروباري چارو په لار كښې چې كومې ستونزې رامخې ته دي په هغې كښې وړومبې هره ورځ د پولې تړل لويه ستونزه ده ، په محدوده پېمانه د برآمد كوونكو ټركونو ته اجازه وركول هم لوئې مشكلات دي، دا هغه حالات دي كوم چې د دواړو هېوادونو د تجارت په لاره كښې ستونزې راپېدا كوي. ده ووئيل د دې ستونزو به په دائمي توګه حل راويستل وي. تاجرانو له به اسانۍ وركول وي، د چېنكنګ نظام به آټومېټك كول وي،د سكريننګ د لارې د چېكنګ عمل به دومره پاك او سپېځلے كول وي چې نه يوازې د برآمد كوونكو او درآمد كوونكو مال په ډېر مقدار لاړ شي بلكې د ټرانزټ ټرېډ پشمول نورې معاملې هم ښې او اسانې كړې شي. دې سره به نه يوازې د افغانستان او پاكستان مالي حالات درست شي بلكې د دواړو حكومتونو ترمېنځه چې كومې غلط فهمۍ دي، هغه به هم ختمې شي. ده ووئيل د امن او امان صورتحال هم په هغه صورت ښه كېدے شي كله چې د پولې په دواړو غاړو خلق خوشحال وي، د كاروبار د لارې چې امدن ترلاسه كړے شي نو بيا به خلق د نورو چارو سوچ نه كوي . مونږ له به دې معاملاتو ته په ژور نظر كتل او فكر كول وي.