اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي﴾ د پارلماني چارو وزير مملكت علي محمد خان وئيلي دي د احساس پروګرام له مخې سندھ او بلوچستان له د آباد تناسب نه زياته برخه وركړې شوې، پنجاب وړو صوبو لپاره قرباني وركړې، د بلوچستان اسمبلۍ 13 چوكې زياتول د وزيراعظم عمران خان د حكومت لويه كارنامه ده. د زيارت په ورځ د قومي اسمبلۍ په غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د پارلماني چارو وزير مملكت علي محمد خان د شميم آرا پنهور د پوښتنې په ځواب كښې ووئيل په بېلا بېلو وختونو كښې د غربت په شرح كښې كمې زياتې شوے، ده ووئيل كه مونږ هر څومره سروے وكړو، مونږ سله به اطلاعات راځي. ده ووئيل تر اوسه د غربت په اړه كومه سروے نه ده شوې. ځكه په حتمي توګه د غربت د اوسنې شرح په اړه څه نشو وئيلے . د يوې بلې ضمني پوښتنې په ځواب كښې علي محمد خان ووئيل د احساس پروګرام له مخې سندھ له د آبادې تناسب څخه د 20 فيصده برخې نه په زياتو درخواستونو راتللو د 30 فيصده نه زياته ادائيګي شوې. پنجاب د احساس پروګرام له مخې بلوچستان او سندھ لپاره قرباني وركړې. ده ووئېل پنجاب له لږې روپۍ وركړې شوي. ده ووئيل اوسني حكومت د بلوچستان اسمبلۍ 13 چوكې زياتې كړي.