پېنډۍ ۔ 25 جولائی (اے پی پی) د بلوچستان كېچ سيمه كښې ترهګرو سره د ډزو تبادلې په نتيجه كښې د پاك پوځ لاس نائيك جاوېد كريم شهيد او 3 ځوانان ژوبل شول۔ د آئي اېس پي آر له مخې د بلوچستان تربت سيمې نه 35 كلوميټره لرې پدراک ته نزدې امنيتي ځواك د خپل معمول په ګزمه وو چې ترهګرو سره د ډزو تبادلې پیښه رامخې ته شوه۔ د ډزو دې پېښې په نتيجه كښې لاس نائيك جاوېد كريم شهيد او 3 نور ځوانان ژوبل شول۔ بلخوا د ترهګرو پلټنيو له امنيتي ځواكونو سيمه محاصره كړې ده۔