د پنجاب حكومت د لوي آختر په مهال صوبه كښې د اسمارټ لاك ډاوَن كولو منظوری وركړه

image

لاهور 27 جولائی (اے پی پی) د پنجاب حكومت د لوي آختر په مهال ټوله صوبه كښې د اسمارټ لاك ډاوَن كولو منظوری وركړې ده،دغسې په دې مهال به ماركیټیونه او شاپنګ مالز د 28 جولائی نه تر 5اګست بند وي، د پرائمری اينډ سكينډری هيلتھ كيئر سيكرتري كيپټن (ر) محمد عثمان د ګل په ورځ د لاك ډاوَن نوټیفكیشن جاري كړے ۔د اسمارټ لاك ډاوَن په مهال به ټول ماركيټونه ، شادی هالز ، كاروباری ادارې ،هوټلز،ريسټورنټس ، ايكسپو هالز،بيوټی پارلرز سينما، تھيټرز په بشپړه ډول بند وي دغسې ضلعی انتظاميې د سيورې لاندې د څاروو منډی، ګراسری سټور ، بيكری ، كريانه سټور فروټ او سبزی دوكانونه ، یوټیلیټی اسټورز، د پيو دكانونه ، تندور ، میډیكل اسټور ٬ پټرول پمپس ، وركشاپونه او د سپئير پارټس دوكانونه ، پبلكټرانسپورټ به د اېس او پيز ترمخه پرانستلي وي۔ دغسې د د څاروو منډیانو كښې اېس او پیز او د امنيتي انتظاماتو لا ټينګولو پريكړه شوې ۔ د څاروو منډيانو كښې د ماشومانو او مشرانو وګړو په داخليدو به بنديز وي ۔ 28 جولائی نه تر 5 اګست د لاك ډاون مقصد د كورونا وائرس خپريدو مخنيوے كول دي

مضمون کا ماخذ : بلوچستان لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں