اسلام آباد 04 اګست (اے پی پی) د كال 2019ﺀ د اګست مياشتې 5مه نېټه د مقبوضه كشمير په تاريخ كښې د هند د ظلم ٬ جبر او د غېر ائيني او غېر اخلاقي اقدام سره په زور د كلي كولو د يوه بلې استحصالي تورې ورځې د اضافې ورځ ده۔ دا هغه ورځ ده په كومه ورځ چې د هند واكمن مودي سركار د صدارتي فرمان د لارې د هند په آئين كښې د مقبوضه كشمير خصوصي حېثيت په حقله آرټيكل 370 او 35 اے منسوخ كړو او صدر رام ناتھ كووند د آرټيكل د ختمولو بل لاس ليك كړو۔ د دې جاري كړي فرمان له مخې اوس مقبوضه كشمير يو رياست نه بلكې وفاقي سيمه ګرځولې شوې ۔ دغسې د آرټيكل ختمېدو په اړه دغه بل وروستو راجيه سبھا ته هم وړاندې كړے شو۔ د هند داخله وزير اميت شاه دا بل (جموں وكشمير ري آرګنائزېشن بل) د اپوزيشن د سخت مخالفت باوجود وړاندې كړو كوم چې منظور كړے شو ۔ د كشمير علاقائي ګوندونو د دفعه 370 ختمونه د جموں و كشمير د اولس په ضد جارحيت ګرځولے ۔ 370 يو مهم آرټيكل ؤ چې له مخې ئې كشمير د هند په ائين كښې يو خاص حېثيت لرلو او د دغې تر مخه په كشمير كښې د كشميريانو نه غېر بل كوم هندي وګړي يا ادارې ته د جائيداد اخستلو اجازه نه وه۔ د سركاري ملازمتونو٬ رياستي اسمبلۍ له د ووټ وركولو او د نورو مراعاتو حق يوازې د كشميريانو حق او اختيار ؤ۔ د دفعه 370 او 35 اے منسوخ كېدو سره د وادۍ آبادياتي ٬ جغرافيائي او مذهبي صورتحال بدل كړے شوے چې ورسره د مسلمانانو اكثريت په اقليت د بدلولو هڅه شوې۔ دغلته اوس هندوانو ٬ غېرمسلمو او غېر كشميريانو ته د استوګنې او د جائېداد د اغستلو آسانۍ وركړے كېږي ۔ د دې اعلان سره سمدستي 8 زره اهلكار مقبوضه سيمه كښې تعينات كړې شوي ٬ 38 زره د دې نه سوا وو كوم چې اوس نهه لكه ته رسېدلي۔ د دې بل راجيه سبها څخه د منظورۍ په صورت په ځائي ٬ سيمه ايزه او نړيواله توګه سخت مخالفت او رد عمل رامخې ته شوے۔ تر كومې چې په ځائي كچه د مخالفت تعلق دے نو د هند پارلمان كښی د مخالفې ډلې ګوندونو لخوا د دې بل مخالفت شوے۔ د مقبوضه كشمير پخوانۍ اعلی وزيرې محبوبه مفتي د هند يو اړخيزه پرېكړه غېر قانوني او غېر آئيني او دا ورځ د هندي جمهوريت تر ټولو توره ورځ ګرځولې ده ۔ بي بي سي سره مركه كښې هغې وئيلي د هند حكومت جموں وكشمير غزه جوړول غواړي او كشمير سره هغه څه كول غواړي كوم چې اسرائيل فلسطين سره كوي۔ د نېشنل كنفرنس نائب صدر او د مقبوضه كشمير پخواني اعلی وزير عمر عبد الله هم دا پرېكړه غېر آئيني او غېر قانوني او د كشميري اولس په ضد د جارحيت وړ ګرځولې۔ د آزاد كشمير صدر سردار مسعود خان په دې پرېكړه خپل غبرګون كښی وئيلي دي هند چې د مقبوضه كشمير د خصوصي حېثت ختمولو كوم ګام پورته كړے په دې د هند ناوړه څېره نړۍ او كشميري اولس ته بې نقابه شوې ۔ د هند دا اقدام د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قرارداد نمبر 91 او 122 ښكاره خلاف ورزي ده او د جموں وكشمير په اړه د ملګرو ملتونو د قراردادنو نفي ده۔ د حريت لارښود ياسين ملك كورودانې مشعال ملك هند د نړۍ مافيا او قبضه ګروپ ګرځولے ۔ هغې وئيلي د آرټيكل 370 ختمول جنګي جرم دے۔ پاكستان د مقبوضه كشمير په حقله د هند د دې ګام په سختو ټكو غندنه كړې او دغه ناوړه او غېر ائينې او غېر قانوي اقدام ئې د اخلاقياتو هم په ضد ګرځولے۔ پاكستان دا خبره هم په ډاګه كړې چې د هند حكومت لخوا كوم هم يو اړخيزه ګام په نړيواله كچه د منلې شوې متنازعه سيمې حېثيت نشي بدلولے ۔ په دغه ورځ خارجه سېكرټري سهېل محمود د هند هائي كمشنر طلب كړے ؤ او د هغه په وړاندې ئې د كشمير خصوصي حېثيت ختمولو په اړه د هند اعلان مسترد كړے ۔ پاكستان د دې لوظ پخلے كړے چې د كشميري اولس سفارتي ٬ اخلاقي او سياسي ملاتړ به روان ساتلے شي۔ د پاكستان صدر ډاكټر عارف علوي د مقبوضه كشمير په صورتحال غور كولو له د پارلېمنټ د دواړو ايوانونو غونډه رابللې وه ۔ دغسې د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه هم د كور كمانډرز كنفرس رابللے ؤ ۔ تېر كال د ستمبر مياشتې په 27 مه نېټه نيويارك كښې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 74 م سېشن ته خپل تاريخي خطاب كښی وزيراعظم عمران خان د كشمير مسئله پورته كړې او د هند 5م اګست اقدام په نتيجه كښې ئې د مقبوضه كشمير د ناامنۍ او په كشميري اولس د ظلم او زياتي نه نړۍ خبر كړې ۔ ده د كشميري اولس سفير په توګه په هر فورم د كشميريانو حق لپاره غږ پورته كړے او د دوي سياسي ٬ اخلاقي او سفارتي ملاتړ روان ساتلو له ئې د خپل لوظ پخلے كړے۔ د وزيراعظم د سلامتي كونسل غونډې ته خطاب كښې چې څومره د نړۍ پام د كشمير مسئلې پلو راګرځولے شوے دومره پخوا كله هم نه ؤ ۔ وزيراعظم د پارلمان شريكې غونډې ته خپل پالېسي بيان كښې وئيلي د كشمير آئيني حېثيت ختمول د هندي وزيراعظم نرېندر مودي د ټول ټاكنو منشور برخه ده۔ دا د انتها خوښي هندو تنظيم آر اېس اېس سوچ دے كوم چې هند صرف د هندوانو هېواد جوړول غواړي۔ دغې سوچ مهماتما ګاندھي وژلے ۔ مهاتما ګاندي او نهرو هند يو سېكولر هېواد جوړول غوښتل خو اوس هند كښې يوازې مسلمانان نه بلكې ټول اقليتونه محدود كولے شي۔ هند چې اوس كوم ګام پورته كړے هغه د ملګرو ملتونو د 17 قراردادونو ٬ د شمله لوظنامې ٬ د هند د خپل آئين او د عمومي اسمبلۍ قراردادونو خلاف ورزي ده۔ وزيراعظم عمران خان خپل بيان كښې ښكاره وئيلي وو كه كشمير كښې صورتحال دغسې پاتې شو نو روايتي جنګ به پېل شي او د دې نتيجه څه هم رامخې ته كېدې شي۔ بيا مونږ دوه لارې دلرو يوه د بهادر شاه ظفر او دويمه د ټيپو سلطان ٬ خو مونږ به د ټېپو سلطان لاره خپلوؤ۔ ۔ قومي اسمبلۍ كښې د خزب اختلاف مشر شهباز شريف خپل بيان كښې وئيلې وو په 71 كلونو كښې د چا جراﺀت نه ؤ چې د كشمير حېثيت بدل كړي۔ ولې مودي دا وكړل٬ مونږ ننداره نسو كولې۔ پاكستان چا ته سر نشي ټيټولے ٬ اوس كشميريانو لپاره د اودرېدو وخت راغلے ۔ كشمريانو ته دا باور وركوؤ چې مونږ به د وينې تر آخري قطرې بهېدو د آزادۍ په تحريك كښې دوي سره ولاړ يؤ۔ دغسې كشميري اولس سره د يو والي څرګندونې له د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د پاكستان حكومت د روان كال 5 اګست ورځ د استحصال ورځې په توګه د لمانځلو پركړه كړې ۔ په دې ورځ به سهار10 بجې ګرد هېواد او آزاد كشمير كښې يوې دقيقې له خاموشي اختيارولې شي۔ دې نه وروستو به اسلام آباد كښې د صدر ډاكټر عارف علوي په مشرۍ كښې كشميريانو سره د يووالي لاريون كېږي۔ دغسې پاكستان اسلام آباد كښې د كشمير هائي وے نامه د سري نګر هائي وے اېښودلو اعلان هم كړے۔ د وزيراعظم هدايت له مخې ټوله نړۍ كښې د كشمير مسئله پورته كولې شي او په دې لړ كښې سفارتي هڅې ګړندۍ كولو سره بهر هېوادونو كښې د پاكستان سفارتي مشنز ته خصوصي سپارښتنې شوي چې هغوي د كشمير په اړه د پاكستان دريځ او د مقبوضه كشمير صورتحال په ډاګه كړي۔ د اګست په 5 مه نېټه سفارتي مشنز كښې د كشمير په حقله د عكسونو نندارتون اهتمام هم شوے۔ د پاكستان خارجه وزير شاه محمود قرېشي ملګرو ملتونو او د سلامتي كونسل صدر ته كشمير كښی د روانې وضعې په اړه 9 خطونه استولي۔ د كشمير په مسئله د چين ٬ تركيه او ملائيشيا په شمول نورو هېوادونو د پاكستان ملاتړ كړے۔ د هند د اګست پنځمې نېټې اقدام په ځواب كښې د پاكستان لخوا پورته كړي دا ټول ګامونه د ستائنې وړ دي ولې هند كښې روانه وضعه ٬ د بشري حقونو خلاف ورزي ٬ د ځوانانو او سياسي لارښودو ګرفتارۍ ٬ د مېرمنو سپكاوے ٬ د مواصلات نظام بندېدل ٬ پرله پسې كرفيو او داسې نورې يو شمېر ستونزې كومو سره چې نن د كشمير اولس مخ دے زمونږ نه د لا ډېر څه كولو غوښتنه كوي۔ مونږ له به د ټولو نه وړاندې د عرب او عجم فرق ختمولو سره يو موټې كېدل وي او د كشمير په مسئله به يو دريځ خپلول وي او د ازادۍ حق تر وركولو به كشميريانو سره د هغوي جمهوري او بنيادي بشري حقونو لپاره په ټولو حجهوري هلو ځلو كښې اوږه په اوږه اودرېدل وي او حپله مقدمه به په موثره توګه نړۍ ته وړاندې كول وي چې دغسې د ملګرو ملتونو د لارې د جمهوري اصولو تر مخه د خپلواكۍ حق تر لاسه كول باوري كړے شي