اسلام آباد 06 اګست (اے پي پي) د آزاد كشمير اولس مشر سردار مسعود خان د آسټراليا په نيو ساٶته وېلز پارلمان كښې د كشمير په مسئله د بحث د تحريك هركلے كولو سره د تحريك محرك ډيوډ شو برج او نور پارلماني غړو زور رواړو چې ھغوي دې د اسټراليا حكومت د جمو و كشمير د اولس د خپلواكۍ د حق ملاتړ او په مقبوضه سيمه كښې د هندي قابض پوځ په جرمونو خبره كولو لپاره مجبور كړي۔ ده دا خبره په اسټراليا كښې د پاكستان هائي كمېشن تر سېوري لاندې په مقبوضه كشمير كښې د هند د غېر قانوني اقداماتو د يو كال ترسره كېدو په اړه سيمينار ته خپله وېنا كښې وكړه۔ سيمينار ته د آزاد كشمير اولس مشر نه علاوه آسټراليا كښې د پاكستان هائي كمشنر بابر امين، د مشن دوهم هيډ عامر احمد اتوزئي، د آسټراليا پخواني سناتور رېننن، د آسټراليا د نيوساوتھ ويلز د قانون ساز كونسل غړي ډيوډ شو برج، د اے اېن يو پوهنتون پروفېسر ډاكټر كلاډ رېكسټس، او ډائريكټر سنټر فار مسلم اسټيټس اينډ سو سائيټر پروفيسر ثمينه ياسمين هم وېنا وكړه۔ سيمينار كښې يو شمېر نوموړو سكالرانو ٬ خبريالانو د كشمير سالېډېرټي كونسل پاكستان كمېونټۍ غړو او نورو يو شمېر كسانو ګډون وكړو