اسلام آباد ۔ 10 اګست (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د بلوچستان په شمول د هېواد په بېلو سيمو كښی د بارانونو او سېلابونو د لاسه په شوي زيان د افسوس څرګندونه كړې ده۔ د سېنېټ سېکرټرېټ لخوا جاري بيان له مخې ده ځپلے شوو سره د يووالي څرګندونه كولو سره ووئيل مونږ به په دې سخت صورتحال كښې دوي ځانله نه پرېدو۔ د سېنېټ چيئرمېن په وفاقي او صوبائي حكومتونو زور راوړو چې هغوي د بې كوره شوو كسانو مرستې له ټول ممكنه ګامونه پورته كړي او د كومو سيمو چې د هېواد نورو سيمو سره تعلق قطع شوے د هغې بحالۍ له مناسب اقدامات وكړي۔ ده ووئيل سېنېټ ټول عمري په سختو حالاتو كښې د خپلو ورونړو مرسته كړې۔ د سېنېټ چيئرمېن اولس ته غږ وكړو چې هغوي د ځپليو شوو سيمو د مرستې عمليات ګړندي كولو له د ادارو لاس امداد وكړي دغسې چې ځپلے شوو كورونيو ته د ريليف زر تر زره رسنه باوري كړے شي