مريم نواز د تيار شوي پلان له مخې نېب ته وړاندې كېدو لپاره تللې وه، د ن ليګ مشرانو په ادارو د بريدونو كولو روايت تازه كړے، دا تاثر غلط دے چې نېب يوازې د اپوزيشن احتساب كوي

image

اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي) د هوابازې وفاقي وزير غلام سرور خان وئيلي دي چې مريم نواز د تيار شوي پلان له مخې نېب ته وړاندې كېدو لپاره تللې وه، د ن ليګ مشرانو په ادارو د بريدونو كولو روايت تازه كړے، دا تاثر غلط دے چې نېب يوازې د اپوزيشن احتساب كوي، د حكومتي غړو په ضد هم پلټنې كوي، حكومت د اپوزيشن د غړو نه كوم خطر نه لري او خپله آئيني موده به پوره كوي، د اپوزيشن ګوندونه يو بل سره مخلص نه دي او ځكه مونږ دوي د اے پي سي نه يره نه لرو، د ن ليګ او پي پي پي مشرانو د هېواد لوټلو په مهال نيول شوي دي، اوس چې احتساب كېږي نو بيا شور ولې كېږي. د نجي ټي وي چېنل په پروګرام كښې په خپلو خبرو كښې ده ووئيل چې اوسنې حكومت د كوم فرق نه بغېر په احتساب باور لري. نېب آزاده او خپلواكه اداره ده، اوسنې حكومت د دې ادارې په چارو كښې مداخله نه كوي، څوك چې هم په بدعنوانې كښې ككړ وي، بايد په ضد ئې د فرق نه غېر پلټنې وشي او هغه كېږي هم. وفاقي وزير ووئيل چې ده په ايوان كښې وئيلي وو چې د خپل ځان په ضد د نېب د پلټنو هركلې كوم. ده ووئيل چې مريم نواز د تيار شوي پلان له مخې نېب ته وړاندې كېدو لپاره تللې وه، د ن ليګ مشرانو په ادارو د بريدونو كولو روايت تازه كړے، دا تاثر غلط دے چې نېب يوازې د اپوزيشن احتساب كوي، د حكومتي غړو په ضد هم پلټنې كوي، حكومت د اپوزيشن د غړو نه كوم خطر نه لري او خپله آئيني موده به پوره كوي

مضمون کا ماخذ : آن لائن اور ایپلیکیشنز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں