د وزيراعظم د موسمياتي بدلون صلاحكار امين اسلم د حكومت د دوه كلنې كاركردګۍ په اړه وزيرانو سره يوځاې خبري كنفرنس ته وېنا

image
APP29-20 ISLAMABAD: August 20 – Federal Minister for Information and Broadcasting Senator Syed Shibli Faraz along with Dr. Ishrat Hussain (Advisor on Institutional Reforms), Abdul Razzak Dawood (Advisor on Commerce), Zartaj Gul (MOS on Climate Change), Shehryar Afridi (Minister for SAFRON and Narcotics Control), Ali Muhammad Khan (MOS on Parliamentary Affairs) and SAPM on Climate Change Amin Aslam briefs the media regarding the two years performance of the Government. APP photo by Irshad Sheikh

اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي) د وزيراعظم د موسمياتي بدلون صلاحكار امين اسلم وئېلي دي چې موسمياتي بدلون نړۍ ته رامخې ته شوې درېو لويو چېلنجونو كښې يو دے٬ پاكستان موسمياتي بدلون څخه زيات ځپلے شوے پنځو هېوادونو كښې شامل دے۔ پاكستان تحريك انصاف د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د صورتحال د سنګينۍ په وخت ادراك كولو سره نه يوازې ګرېن منشور وړاندې كړو بلكې په حكومت كښې د راتللو نه پس ئې په دې لړ كښې تاريخي اقدامات كړي۔ ده دا خبرې د زيارت په ورځ د حكومت د دوه كلنې كاركردګۍ پھ اړه نورو وزيرانو سره يوځاې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړی۔ده ووئيل چې موسمياتي بدلون نړۍ ته رامخې ته شوې درېو لويو چېلنجونو كښې يو دے٬ پاكستان موسمياتي بدلون څخه زيات ځپلے شوے پنځو هېوادونو كښې شامل دے۔ پاكستان تحريك انصاف د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د صورتحال د سنګينۍ په وخت ادراك كولو سره نه يوازې ګرېن منشور وړاندې كړو بلكې په حكومت كښې د راتللو نه پس ئې په دې لړ كښې تاريخي اقدامات كړي۔ ده ووئيل موجوده حكومت پنځه لوي منصوبې پېل كړي كومې چې د ماحولياتو تحفظ او د موسمياتي بدلون د منفي اثراتو په كمولو كښې به مرستياله وګرځي۔ ملك امين اسلم ووئيل لس بېليونه ټرمي سونامي پراجيكټ عظيمه منصوبه ده خو د دې ګرد هېواد كښې نافذ كولو لپاره د وفاق ټولو اكائيو راغٶنډول يو لوي چېلنج ٶ چې پكښې بريالې شوې يو۔ ده ووئيل منصوبه د وفاق او صوبو په اشتراك سره ګرد هېواد كښې نافذ كوٶ٬ د منصوبې له مخې پنځوس كروړه ونې نال كړې شوي او تر راتلونكي جون مياشت به يو اربه ونې نالولولو هدف سر كړو۔ ده ووئيل لومړۍ زمونږ په نرسرو كښې پنځه كروړه بوټي وو او اوس دا شمېره 30 كروړه ته راغلې ۔ ده ووئيل كلين ګرين انډيكس د معاشرتي سوچ بدلولو پروګرام دے۔ صفائي نيم ايمان دے او دا پروګرام به دا تصور عام كوي۔ د دې پروګرام له مخې د كلين ګرين په اړه 35 اشاريې متعين كړې شوي٬ په ابتدائي توګه پروګرام په شلو ښارونو كښې معرفې كړے شوے ۔ده ووئېل وزيراعظم عمران خان به د اګست په مياشت كښې د دې انډېكس نتيجې اعلانوي٬ ملك امين اسلم ووئيل حكومت د الودګۍ مسئله قابو كولو لپاره ګاډي په برېښنا منتقل كولو لپاره الېكټرك وهيكل پاليسي معرفي كړې ځكه چې دا د 21مې پېړۍ ضرورت دے٬ د پاليسۍ له مخې ګاډي به پرله پسې په برېښنا منتقل كولے شي چې ورسره به د ګاډو د لوګي څخه د الودګۍ كمولو له مرسته ترلاسه شي ۔ ده ووېيل ماحول پاك ساتلو لپاره د موجوده حكومت يو بل انقلابي اقدام په پلاسټك بيګز بندېز لګول وٶ او پېل ئې وفاقي حكومت د اسلام آباد څخه كړے د كوم په تقليد كولو چې صوبو هم قانون سازي كولو سره په پلاسټك بيګز بندېز لګولے ٬ د دې اقدام د ډاډ وړ نتيجې برآمد شوي۔ ده ووئيل د پروټيكټډ ايرياز تحفظ او د دې وده حياتياتي تنوع لپاره زيات اهم ده٬موجوده حكومت په دې لړ كښې د محفوظو سيمو شمېره تر 39 زياته كړې۔ ده ووئيل د موجوده حكومت هلو ځلو څخه پاكستان د ملګرو ملتونو پائيدار پرمختيائي هدفونه د كلائميټ ايكشن د ټاكلې مودې څخه لس كاله وړاندې ترلاسه كړې٬ د پاكستان د موسمياتي تبديلي په څانګه كښې د كاميابو په نړيواله كچه ستائنه كېږي٬ پاكستان د ماحوليات تحفظ په اړه د نړيوال فنډنګ په ترلاسه كولو كښې هم كامياب شوے

مضمون کا ماخذ : ڈریگن اسپن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں