اسلام آباد 21 اګست (اے پی پی) د وزیراعظم د خزانې او محصولات صلاحكار ډاکټرعبدالحفیظ شیخ وئيلي دي اولسي ښيګړه او پرمختګ د حکومتی اصلاحات پروګرام مهم مقصد او هدف دے، د خرڅونو د ښه انتظام او انصرام د ډاډ وړ نتيجې رامخې ته شوي، سټیټ بینك ، اېس ای سی پی او مسابقتی کمیشن په خپلواكه ډول كار كوي، د اداره جاتی اصلاحاتو عمل روان دے، د اصلاحاتو پروګرام يو بل عنصر اداره جاتی اصلاحات كښې نجی شعبه شاملول دي، د هيواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل ښه موقع ده چې يو داسې لیډر موجود دے كوم چې په ميرټ كار كوي۔ده دا خبرې د کراچی کونسل آن فارن ریلیشنز د سيورې لاندې’’حقیقت پسندانه اصلاحات د لارې اقتصادی استحکام‘‘ په سرخط ویبینار ته خطاب کښې وكړه۔ ډاکټرعبدالحفیظ شیخ ووئيل كله چې حکومت اقتدار سنهبال كړو نو بهرنۍ خساره زیاته وه، برآمدات كښې اضافه د تيرو پنځو كلونو په مهال منفي وه، د ډالر مصنوعی قدر لپاره ډالر استعمال کړے شوے۔ کرنټ اکاونټ خساره20 اربه ډالره وه۔ مالی خساره هم زياته وه۔ ده ووئېل اوسني حکومت مشکل پريكړې كړي۔ د اصلاحاتو پروګرام مرستې لپاره نړيوالې ورورولۍ او نړيوالو مالیاتی ادارو په شان آئی اېم اېف څخه معاونت ترلاسه كړے شوے، اېشين ډوېلپمنټ بینك، ورلډ بینك د ګڼ اړخيزه او دوه اړخيزه انتظاماتو ترمخه اضافی بجټ له معاونت ترلاسه شوے