په تېر شوا روز كښې د كورونا وائرس 24,593 ټېسټونه وكړے شول٬ 482 نوې كېسونه رامخې ته او 11 نور كسان مړه شول ٬په ټولو 2,94,193 ځپلو وګړو كښې 2,78,939 وګړي صحت مند شوي۔ اېكټو كېسونه 8,987 پاتې شوي۔ نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سنټر

image

اسلام آباد ۔ 26 اګست (اے پی پ) نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سنټر (اېن سی او سی) د كورونا وائرس په حقله تازه شمېرې جاري كړي۔ د شورؤ په ورځ د اېن سي او سي لخوا د جاري كړو شمېرو له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 24 زره 593 ټېسټونه وكړے شول كومو كښې چې د 482 رنځورانو تېسټونه مثبت راغلل۔ د كورونا د لاسه په تېرو 24 ساعتو كښې نور 11 كسان مړه شول۔ تر دې دمه ګرد هېواد كښې د كووېډ-19 څخه د جوړو شوو شمېره 2 لکھ 78 زره 939 ته رسېدلې ۔ آزاد کشمیر،ګلګت بلتستان او بلوچستان كښې د كورونا كوم رنځور دا مهال په وېنټيلېټر نشته۔ ګرد هېواد كښې د كووېډ-19 رنځورانو له په بېلو كړو وېنټيلېټرز 113 رنځوران پراته دي۔ دا مهال ګرد هېواد كښې د کووېډ۔19 اېکټو کېسونو شمېره 8 زره 987 ، او په مجموعي توګھ د ځپلے شوو شمېره 2 لکھ 94 زره 193 ده۔ ګرد هېواد كښې د دې وباﺀ د لاسه تردې دمه 6 زره 267 كسان مړه شوي كومو كښې چې د سندھ 2 زره 384 ٬ پنجاب 2 زره 193 ٬ خېبر پختونخوا 1 زر 248، اسلام آباد 175 ،بلوچستان 141، ګلګت بلتستان 65 او د آزاد کشمیر 61 رنځوران شامل دي۔ تر دې دمه ګرد هېواد كښې د کووېډ۔19 25 لکھ 12 زره 337 ټېسټونه شوي۔ د كورونا وائرس درملنو له د ګرد هېواد خاص كړو 735 روغتونونو كښې دا مهال 1 زر 97 رنځوران درملنو ته داخل دي۔

مضمون کا ماخذ : آزاد کشمیر لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں