د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز هند كښې د اسلامو فوبيا په سرخط سېمينار ته وېنا

image

اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي هند كښې د كال 2014 څخه د مودي په مشرۍ كښې د بي جے پي په اقتدار كښې د راتللو نه پس مسلمانانو لپاره خطرې زياتې شوي ، د مودي نظريه د نسلي او مذهبي كركې د كمپائن نه زياته هېڅ نه ده، د هند وزيراعظم د هندوتوا او فاشزم نظريات امن لپاره خطري دي، د هند وزيراعطم له په دې پوهېدل پكار دي چې هند كښې اقلتيونه د مذهبي منافرت څخه تحفظ او د مذهبي آزادۍ يوز برابر حق لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز هند كښې د اسلامو فوبيا په سرخط سېمينار ته وېنا كښې وكړه ۔ ده ووئيل مودې د فاشسټ آر اېس اېس تربيت لرونكے ٶ چا چې د نسلي برترۍ په نظريه باورلرلو او مسلمانانو كښې په ېره خپرونو ئې خپل ووټ بېنك كښې زياتوالے كړے ۔ ده ووئيل د اسلامو فوبيا تصور يو مشكل حقيقت ٶ خو په دې وروستيو كښې د هند وزيراعظم دغه د يو اله كار په توګه استعمالوي كومه چې د هغه د سياسي تسلسل عكاسي كوي۔ده ووئېل د كال 2014ء او د كال 2019 په ټاكنو كښې ھغه كاميابي ترلاسه كړې حالانكه ھغه په كال 2002 كښې په ګجرات فساداتو كښې د يو شمېر مسلمانانو د وحشيانه قتل ماسټر مائنډ ؤ ٬ دې څخه په واضح توګه دا څرګندېږي چې هند تش په نوم سېكولر رياست څخه د هندو هېواد جوړېدو پلو په تندۍ سره روان دے۔ ده ووئيل بايد مودي د اسلامو فوبيا پحقله په خپلو ناوړه عزائمو سوچ او فكر وكړي او نړيوال امن په داؤ ونه لګوي۔ ده ووئيل د مذهب په بنياد په مسلمانانو د ظلمونو كولو ډاډګيرنې څخه مودي امن لپاره سنګين صورتحال راپېدا كړے ٬ هغه مذهبي انتها خوښي طاقتور كړي چا چې په هند كښې د اقليتونو په خاص توګه د مسلمانانو په ضد د نسل كشۍ په پاليسو عمل پېل كړے چې ورسره نه يوازې د لكهونو په شمېر د هند مسلمانانو ژوند په خطر كښې شوے بلكې ورسره يو لوي انساني بحرانهم رامخې ته كېدے شي كوم چې د پولو نه تر بهر خپرېدے شي۔ سېنېټرشبلي فراز ووئيل مودي د دوه وجوپاتو په سوب د هند مسلمانان په سياسي او سماجي كچه ختمول غواړي، په دې كښې د مسلمانانو تاريخ د پښو لاندې كول او د مذهب آزادي چې ورسره د دوي په سركاري چارو كښې شموليت او د اقليت په توګه د تحفظ غوندې بنيادي بشري حقونو څخه محروم كړے شي۔ ده ووئيل مودي د هند د غېر قانوني قبضې لاندې د مقبوضه كشمير خاص حېثيت ختمولو په يو كال ترسره كېدو د رام درمسال بنياد اېښودے٬ په مقبوضه كشمير كښې په اكثريت كښې مسلمانان د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې د خپلواكۍ حق لپاره هلې ځلې كوي۔ ده ووئيل هند كښې د مسلمانانو حالت د نه پوښتلو دے٬ عغوي سره امتيازي سلوك كېږي بريدونه پرې كېږي٬ د پوليس عدم تحفظ او د شهريت ختمولو ېره ورمخې ته ده۔ ده ووئيل د تېر يو كال راهسې په مقبوضه كشمير كښې سخت لاك ډاٶن روان دے او نړۍ څخه ئې د مواصلات رابطه منقطع ده، هلته د آبادۍ د تناسب بدلولو هڅې روانې دي٬ متنازعه ډومېسائل او پراپرټي قوانين نافذ كړې شوي۔ده ووئېل د بشري حقونو خلاف ورزۍ، په لويه كچه ګرفتارۍ او د ماروائے عدالت قتل سلسله روانه ده۔ وفاقي وزيرشبلي فراز ووئيل په دسمبر كال 2019 كښې د امتيازي شهريت بل اعلان كړے شوے٬ په نېشنل رجسټر آف سټيزن شپ بل (اېن آر سي) عملدرآمد څخه د لكهونو په شمېر مسلمانان عبوري كېمپونو ته د لېږلو له ېرې خپل شهريت ثابت كړے، آسام كښې د ميں اېن آر سي نافذ كېدو نه پس ټولو مسلمانانو د شهريت په اړه ثبوت وړاندې كړے چې دوي د كال 1971 نه وړاندې هند ته كډه كړې خو هند كښې زېږېدلو مسلمانانو له هلته د پاتې كېدو حق لپاره د مشرانو قانوني دستاوېزات وړاندې كول ضروري دي كوم چې زياتره مسلمانان نه لري۔ ده ووئيل هند كښې په كال 1992 كښې په لومړي ځل په مذهبي بنيادونو تقسيم تر نظره شوے كله چې په ايودهيه كښې د زرګونو په شمېر انتها خوښو هندوانو په بابري مسجد بريد وكړو، په كال 2002 كښې د ګجرات فساداتو كښې د مودي سياسي څېره په بشپړه توګه بې نقابه شوه او ھغه ته د ګجرات د قصاب خطاب وركړے شو۔ ده ووئيل مودي د ګجرات اعلٰې وزير په حېث چې كوم تشدد پېل كړے ٶ ھغه لكه د اور اوس په ګرد هند كښې خپور شوے ۔ ده ووئېل د بده مرغه د مودي نظريه د نسلي او مذهبي منافرت د كمپائن نه سېوا هېڅ نه ده۔ ده ووئيل نن د شائننګ انډيا نعره لګولې كېږي حالانكه هند كښې د لاندې ذات(اچھوت ذات) دلت په نښه كړې شوې٬ د غوا د غوښې په معامله په مسلمانانو تشدد شوے٬ پوليس د اقليتونو په تحفظ كښې پاتې راغلي او مسلمانان د ھغوي شهريت څخه محروم كړے شوي۔ وفاقي وزير شبلي فراز ووئيل وزيراعظم عمران خان د اسلامو فوبيا معامله په ملګرو ملتونو كښې پورته كړې او د دې عزم ئې پخلې كړے چې پاكستان به د مسلمانانو په ضد امتيازي سلوك په هر فورم رامخې ته كوي

مضمون کا ماخذ : کنگ کانگ روش
متعلقہ مضامین
مزید خبریں