اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي سېكرټري اکبر دراني وئيلي دي د هند حكومت د كرونا وباء مسلمانانو خاتمې لپاره د وسلې په توګه كاروي، په مقبوضه کشمير كښې مسلمانان سخت لاك ډاٶن سره مخ دي، نړيواله ورورولي دې هند كښې د اسلامو فوبيا مخنيوي او مسلمانان په امن سره اوسېدو ته پړیښودو له په هندي حكومت فشار واچوي۔۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ هند كښې د اسلامو فوبيا په اړه سېمينار ته وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل د دې سېمينار مقصد هند كښې د مسلمان اقليت د حالت زار په اړه صورتحال رامخې ته كول وٶ او د هند لخوا د كړې ډڼډورې ځواب وركول وو۔ ده ووئيل هند تېر كال په اګست كښې د آرټيکل 370 او 35 اے خاتمې كولو سره د كشمير خاص حېثيت ختم كړې٬ په مقبوضه سيمه كښې وګړي بدترين صورتحال سره مخ دي٬ ھغوي په پوځي محاصره كښې ژوند كوي۔ده ووئېل هند د متنازعه شهريت بدلون بل نافذ كړے۔ وفاقي سېكرټري ووئيل د هند حكومت د كرونا وباء د مسلمانانو خاتمې لپاره د وسلې په توګه كاروي٬ دغسې مسلمانان د يو نه پس بل لاك ډاون سره مخ دي