د راډيو پاكستان اپ ګرېډېشن لپاره بشپړه اقدامات كولې شي۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي سېكرټري اكبر حسېن دراني د راډيو پاكستان لاهور دورې په موقع خبرې

image

لاهور 05 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي سېكرټري اكبر حسېن دراني(تمغه امتياز) وئېلي دي چې محكمانه كاركردګي لا ښه كولو لپاره ټولې وسيلې پكار راوستلې شي٬د سوشل مېډيا غلط استعمال مخ نيوي لپاره جامع پروګرام تيار كړی شوې٬د راډيو پاكستان اپ ګرېډېشن لپاره بشپړه اقدامات كولې شي۔ده دا خبرې د خالي پھ ورځ د راډيو پاكستان لاهور د دورې كولو په مهال په خپلو خبرو كښې وكړی۔ده ووئيل چې د انفارمېشن محكمې عزت لا ښه كولو لپاره ټولې وسيلې كارولې شي۔په دې لړ كښې سروے رپورټ هم تيار كړی شوې چې دغسې حقائق په نظر كښې ساتلو سره بهترۍ لپاره ضروري اقدامات وكړی شي۔ده ووئيل چې محكمانه كاركردګي په ډاګه كولو لپاره مياشتنې رپورټ شائع كولې شي او سېمينارونه هم كېږي٬تول مواد پھ يوټيوب چينل هم اپ لوډ كولې شي۔ده ووئيل چې د انفارمېشن څانګې مضبوطيا لپاره ګڼ شمېر اقدامات شوي دي او دا لړۍ د كوېډ 19 صورتحال په مهال هم روانه ساتلې شوې۔ده ووئيل چې په محكمه كښې د موجود عملې په موثر انداز كښې د استعمالولو ضرورت دې٬د ملازمينو د د ملازمت تفصيل بايد واضحه وي ځكه چې دې سره د اهداف ترلاسه كولو كښې مرسته كېږي۔د راډيو پاكستان اهميت په اړه د اطلاعاتو سېكرټري ووئيل چې د راډيو پاكستان اپ ګرېډېشن لپاره اقدامات كولې شي٬زر به د راډيو پاكستان هغه عزت بحال كړی شي كوم چې د كال 1960 او 1970 په لسيزه كښې وو۔دې لپاره د افسرانو مناسبه تربيه او ضروري آډټ هم پكار دې۔ده ووئيل چې په راډيو پاكستان د ففته وار جنرېشن پھ اړه شعور پھ ډاګه كولو لپاره يو ساعت وخت وركول د وخت مهم ضرورت دې۔ده ووئيل چې د ټولو محكمو ذمه واري چې په بېلا بېلو څانګو كښې كار كولو لپاره غوره انساني وسائل تيار كړي۔په دې موقع ډپټي كنټرولر پروګرام انيلا سليم پروګرام منيجر حافظ نذير امام او سينئر پروډيوسر سيد ماجد هم موجود وو۔

مضمون کا ماخذ : ریل رش
متعلقہ مضامین
مزید خبریں