د پاكستان په شمول ګرده نړۍ كښې د ذهني روغتیا نړیواله ورځ د اکتوبر په لسمه نېټه لمانځلې شي

image

اسلام آباد۔4اکتوبر (اے پی پی) د پاكستان په شمول ګرده نړۍ كښې د ذهني روغتیا نړیواله ورځ د اکتوبر په لسمه نېټه لمانځلې شي۔ دا ورځ هرکال د روغتيا نړيوالې ادارې او ورلډ فېډرېشن آف مېنټل هېلت لخوا د اکتوبر په 10 مه نېټه لمانځلې كېږي۔ دا ورځ په اولني ځل په كال 1992ﺀ كښې ګرده نړۍ كښې ولمانځلې شوه او له هغې وروسته هرکال په نړيواله كچه لمانځل كېږي۔ د دې ورځې لمانځلو اصلي هدف د ذهني روغتیا او ذهني فشار په اړه د پوهاوي لوړول دي. هر کال د دې ورځې لپاره ځانګړې موضوع غوره کیږي. روان كال د دې ورځې موضوع “ذهني روغتيا ټولو لپاره ٬ زياته سرمايه كاري ٬ زيات شتون ” ټاكل شوے۔ د دې ورځې په مناسبت به د هیواد په کوچني او لوی ښارونو كښې د بېلو دولتي او خصوصي ادارو او تنظيمونو لخوا ځانګړې پروګرامونه ، سیمینارونه او نورې غونډې كولې شي كومو كښې به چې د ذهني روغتيا په اهميت رڼا اچولې شي

مضمون کا ماخذ : اسٹریٹیجیا لاٹوفاسیل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں