صدر مملكت ډاكتر عارف علوي د كوېت سركاري دوره كوي

image

اسلام آباد۔4اکتوبر(اے پی پی) صدر مملكټ ډاكټر عارف علوي نن د ګل په ورځ د اكتوبر په 5 مه نېټه د كوېت دوره كوي۔ هغه به د کویټ د امیر مرحوم شېخ صباح الاحمد الجابر الصباح په مړینه خواشیني څرګندولو سره د پاكستان حكومت او اولس لخوا د غمرازۍ او خواخوږۍ پېغام رسوي۔ . د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند لخوا په خپره شوې اعلامیه کې وئیل شوي چې د کویت0 د مرحوم امیر په مشرۍ كښې د پاکستان او کویټ ترمنځ نزدې دوه اړخیزه اړیکې قوي شوې او دوه اړخیزه همکارۍ نوي افق ته ورسېدې. د کویت شېخ امیر صباح الاحمد الجابر الصباح د پاکستان یو مخلص او ازمولے شوے ملګرے وو۔هغه ددواړو هېوادونو اولس يو بل ته نزدې كولو كښې د قدر وړ كردار ولوبولو۔ دوه اړخيزه اړيكې پام كښې نيولو سره به د هغه هڅې او سيمه ايز امن او استحكام لپاره د هغه خذمات به تر ډېر مودې ياد ساتلې شي۔

مضمون کا ماخذ : quina acumulada
متعلقہ مضامین
مزید خبریں