اسلام آباد۔05اکتوبر (اے پی پی) نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سنټر (اېن سی او سی) د كورونا وېروس په اړه تازه شمېرې جاري كړې چې له مخې ئې د تېرو 24 ساعتونو په مهال روغتونونو كښې د وېروس 671 نوې كېسونه رامخې ته شوي او ددې له امله 6 ناروغان مړه شوي دي۔ د خالي په ورځ
د اېن سي او سي لخوا د جاري كړې شوي رپورټ له مخې په تېرو 24 ساعتونو كښې د كورونا وېروس 671 نوې كېسونه رامخې ته شول او 6 نور كسان مړه شول۔ ګرد هېواد كښې 33 زره 665 ټېسټونه وكړې شول۔ آزاد كشمير او بلوچستان كښې د كورونا وېروس كوم رنځور په وېنټي لېټر نشته۔ ګرد هېواد كښې د كورونا وېروس لپاره په بېل كړې شويو 1 زر 912 وېنټی لېټرز د كورونا 69 رنځوران دي۔ ګرد هېواد كښې د وېروس اېكټو كېسونو شمېره 8 زره 646 ده۔ د ځپليو شمېره 3 لکھ 18 زره 266 ته رسېدلې ده كومو كښې چې د آزاد کشمیر 2 زره 991, بلوچستان 15 زره 498, :ګلګت بلتستان 3 زره 900، اسلام آباد 17 زره 210, خېبر پختونخوا 38 زره 273، پنجاب 1 لک 484 او سندھ 1 لک 39 زره 910 رنځوران دي۔ تر دې دمه ګرد هېواد كښې ددې وېروس د لاسه 6 زره 558 كسان مړه شوي دي۔ په مجموعي توګھ ګرد هېواد كښې د كورونا وېروس 38 لکھ 28 زره 952 ټېسټونه شوي دي۔ د كورونا درملنو له خاص كړې شويو د ګرد هېواد 735 روغتونونو كښې د 781 رنځورانو درملنې روانې دي