اسلام آباد 16اكتوبر (اے پی پی) د سائنس او ټیكنالوجی وفاقی وزیر چوهدری فواد حسین وئيلي دي زمونږ سباؤن علم او ټیكنالوجی پرمختګ سره تړلے دے، د هيواد معیشت مستحكم كولو برآمدات كښې زياتولو ته اړتيا ده، د زړه سټنټ هيواد كښې جوړيدل مهم اقدام دے،د قامونو پرمختګ كښې د ټیكنالوجی څانګې پرمختګ كردار مهم دے۔د دې خیالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ نسټ كښې این۔اوویټوهیلتھ ټیكنالوجی پرانستې دستورې ته وينا كښې وكړه۔ وفاقی وزیر ووئيل د ټیكنالوجی په اړه پیشرفت سره قومونه پرمختګ كوي۔ حكومت 50 كاله پس د صنعتونو، تعلیمی ادارو او دفاع تعلقراپېدا كړے۔ده ووئيل زمونږ د معیشت زياتره برخې انحصار په درآمدات دے،د هيواد معیشت مستحكمولو له برآمدات زياتولو ته اړټيا ده۔مونږ خپل وسائل كارولو سره به پرمختګ كوو۔ده ووئيل د كورونا وائرس وبآﺀ په مهال مونږ سره بنیادی حفاظتی ساز او سامان هم نه ؤ خو د لوي څښتن په فضل اوكرم سره نن مونږ كورونا وائرس څخه بچ كيدو لپاره حفاظتی سامان برآمد كوو۔د زړه سټنټ په هيواد كښې جوړيدل مهم اقدام دے۔ده ووئيل فیصل آباد صنعتی زون كښې په 200 ایكړه میډیكل سټی جوړه كړې شوې