اسلام آباد۔31 دسمبر (اے پی پی)خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي پاكستان جاپان سره خپلو اړيكو ته دقدر په سترګه ګوري۔ پاكستان به د جاپان سرمايه كارو ته ټولې ممكنه آسانۍ وركوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه خارجه وزير پاكستان كښې د جاپان سفير کنینوری مستودا سره د زيارت په ورځ خارجه وزارت كښی د ملاقات په مهال وكړه۔ ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو او د كورونا وباﺀ صورتحال پشمول د شريكې خوښې په چارو هم خبرې وشوې۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان جاپان سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري۔ هغه د جاپان دورې په مهال د جاپان وزيراعظم او د خپل جاپاني همڅنګ پشمول د جاپان نور مشرتابه سره د خپلو ملاقاتونو ذكر هم وكړو۔ هغه ووئيل زه په دې خوشحاله شوے يم چې جاپان سره د پاكستان د ژورو اړيكو 70 كاله بشپړ شول۔ د كورونا وباﺀ په مهال د پاكستان په مرسته كولو مونږ د جاپان حكومت او مشرتابه مننه كوؤ۔ خارجه وزير د پاكستان او جاپان ترمينځه اعلی رابطو ته د ودې وركولو په حاجت زور راوړلو سره ووئيل پاكستان د سېلګرۍ ودې له خپلې هڅې كوي۔ پاكستان كښې د بدھ مت مذهبي ځايونو ته حاضرۍ له د راتلونكو جاپانو سېلګرو به د زړه د كومي هركلے كوو۔ د جاپان سفير افغانستان كښې د امن راوستلو په شمول منطقه كښې امن او استحكام لپاره د پاكستان لخوا د هڅو ستائنه كولو سره د پاكستان او جاپان ترمينځه بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرسته زياتولو لپاره د خپل عزم پخلے وكړو۔