په كرك كښې د رامېنځ ته شوې پېښې سخت نوټس اخستل كېدو سره د پېښې ماسټر مائنډ مولانا شريف پشمول 36 كسان ګرفتار كړے شوي دي. د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد

image

اسلام آباد 02 جنوري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې په كرك كښې د رامېنځ ته شوې پېښې سخت نوټس اخستل كېدو سره د پېښې ماسټر مائنډ مولانا شريف پشمول 36 كسان ګرفتار كړے شوي دي، په پېښه كښې د ككړو ټولو كسانو سره به د قانون له مخې چلن كولې شي او قرار واقعي سزاګانې به وركولې شي. د خالي په ورځ جاري شوي يو بيان كښې ده ووئيل چې په هېواد كښې ټولو مذهبي اهليتونو ته تحفظ وركول زمونږ حكومتي ذمه واري ده، كوم هم تن، كه د هغه تعلق كوم هم سياسي يا مذهبي ګوند سره وي، ته به د كوم هم مذهب د مقدس مقاماتو د بې حرمتې اجازه ورنه كړې شي. ده ووئيل چې د كرك ټېمپل پېښه په اصل كښې پاكستان بدنامه كولو لپاره شوې. ده ووئيل چې د دې پېښې په شا هغه عناصر دي كوم چې د اروپائي اېتلاف ډس انفارمېشن لېب بې نقابه كړي دي.

مضمون کا ماخذ : جنگل کی روح: جنگلی کی کال
متعلقہ مضامین
مزید خبریں