تېرو دوه حكومتونو په لس كالو كښې د پاكستان قرض د 6 اربه نه 30 اربه ته رسولې ٬ مونږ په دوه كالو كښې 30 اربه ډالره قرض واپس كړې دې، ۔ د وزيراعظم عمران خان نجي ټي وي چېنل سره مركه

image

اسلام آباد 01 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې تېرو دوه حكومتونو په لس كالو كښې د پاكستان قرض د 6 اربه نه 30 اربه ته رسولې ٬ مونږ په دوه كالو كښې 30 اربه ډالره قرض واپس كړې دې، 17 كاله پس كرنټ اكاٶنټ پنځو مياشتو راهسې سرپلس دے، ترسيلات زر او برآمدات زيات شوېدي٬ څوك بې وقوف به وي چې ورته به معلومه نه وي چې د هېواد مسئلې څه دي، بهر ناستې سره اندازه نه شي لګېدې چې د ادارو دننه حالات څه دي٬ د پاکستان تقدير بدلول څه آسان كار نه دې٬ د مسئلو چې څه هم حل دې ھغه تکليف وركوؤنكے او مشکل دے، د كال 2008 څخه تر 2018 په پاكستان څلور چنده زيات پور ختلې، كور چې كله قرض دارې كېږي نو ھغه چلول ګرانېږي، زما “د تيارۍ ” پحقله بيان بدلولو سره وړاندې كړې شوې۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم عمران خان د جمعې په ورځ نجي ټي وي چېنل سره خپله مركه كښې وكړه۔ ده ووئيل زه د هېواد د حالاتو نه خبر وم٬ د وزيراعظم جوړېدو نه وړاندې ما يو شمېر مركې كړې او دا مې وئيلي ٶ چې د پاكستان تقدير بدلول څه آسان كار نه دې، د مسئلو چې كم هم حل دې ھغه تکليف دہ او ګران دے۔ وزيراعظم ووئيل د كال 2008 څخه تر 2018 په پاكستان څلور چنده زيات پور ختلې، د كور قرض په دا سبب زياتېږي چې آمدن كم او لګښت زيات شي كور چې كله قرض دارې كېږي نو ھغه چلول ګرانېږي، كور چې كله قرض دارې شي نو خرڅونه كمولې شي٬ خرڅونه كموٶ نو د كور چلېدل ګرانېږي، د نړۍ هر هېواد چې قرض دارې كېږي نو ھغوي له د دې حالاتو نه تېرېدل وي۔ ده ووئيل په اقتدار كښې د راتلو نه وړاندې چې پريذنټېشن ترلاسه شي نو راتلو سره كار پېل شي٬ د ګلګت د نوي حكومت دوه مياشتې شوې دي، تراوسه ورته پريذنټيشنز وركولې كېږي۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل بهر ناستې سره اندازه نشي لګولې كېدې چې د ادارو دننه حالات څه دي، كله چې مونږ حكومت ترلاسه كړو نو مونږ ته دا معلومه شوه چې په حقيقت كښې د پي آئي اے قرضه 450 اربه ته رسېدلې ده،په 60 كلن تاريخ كښې د پاكستان مجموعي قرض 6 زره اربه ٶ او د تېرو حكومتونو په لس كالو كښې دا قرضه تر 30 زره اربه رسولې شوې٬ ټولې ادارې بېنك كرپټ كړې دي٬ يوې ادارې هم كار نه كولو٬ سټيل ملز دې لپاره بند دې چې د ھغې قرض 350 اربه دې او په ھغې كېسونه شوې دي٬ په خرڅونو او آمدان كښې تاريخي زيان ٶ٬ د برېښنا په څانګه كښې د 400 اربه روپو د دې زيان هم درك لګېدلې كوم چې په رېكارډ كښې د سره نه و۔ ده ووئيل زما بيان بيخي غلط اخستې شوې چې زما تياري نه وه٬ د تيارۍ پحقله زما بيان په ناوړه توګه وړاندې كړې شوې۔ ده ووئيل زمونږ د ټېكس آمدن نيمه برخه د قرضو په قسطونو ادا كولو كښې ځي، موجودہ حکومت په دوه كالو كښې 20 اربه ډالره قرض واپس كړې دې، 17 كاله پس كرنټ اكاٶنټ پنځو مياشتو راهسې سرپلس دے ، ترسيلات زر او برآمدات زيات شوې دي، زمونږ كرنسي قدر د نورې لاندې كېدو نه بچ شوې دې، مونږ په ماركيټ كښې روپۍ ايسارولو لپاره ډالرې نه ږدو۔ د يوې پوښتنې په ځواب وزيراعظم عمران خان ووئيل د پاکستان د ټولو نه لويه مسئله دا ده چې خلق په حكومت كښې راتلو سره كرپشن او لوټ مار كوي، دا هر څه بندولو لپاره د احتساب عمل ډېر ضروري ٶ، ما وئيلي ٶ كه پيپلز ګوند او (ن) ليګ سره په ګډه حكومت جوړول شول نو په اپوزيشن كښې به كېښنم، كه دوي سره په ګډه حكومت جوړول ٶ نو احتساب نه شو كېدې، په حکومت كښې راتلو سره د هېواد لوټ كولو سلسله د احتساب د لارې نيولې كېدې شي۔ ده ووئيل مسلم ليګ (ق)، اېم کيو اېم او نورو اتحاديانو سره ښې اړيكې لرو، زما جنګ د اېم کيو اېم باني الطاف حسېن سره ٶ، كله چې اېم کيو اېم د ھغه نه جلا شو نو اوس هغه زمونږ اتحادي ګوند دے، د اېم كيو اېم زياتره نظريات زمونږ غوندې دي، اېم كيو اېم هم د پي ټي آئي په ډول موروثي سياست نه خوښوي۔

مضمون کا ماخذ : قسمت کا پہیہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں